د هند شریف 'کاکا'؛ زرګونه بې‌وارثه مړي خاورو ته سپاري

Mohammad Shareef at his home

د عکس سرچینه، Mohd Shabbir

د عکس تشریح، محمد شریف له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې د خپل وژل شوي زوی په یاد خپل کړي هوډ ته ژمن پاتې دی.
    • Author, سوامي ناتهن او خدیجه عارف
    • دنده, بي بي سي

"یوه ورځ مې پولیس ولیدل چې یو مړی يې سيند ته غورځاوه. زه هېښ شوم. هماغه ورځ مې وپتېیله چې سر له ننه زه د همدغو بې وارثه مړو وارث یم او زه به يې خاورو ته سپارم."

دا د محمد شریف خبرې دي چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې د خپل زوی په یاد خپل کړي هوډ ته ژمن پاتې دی. د ده زوی په هند کې په ۱۹۹۲ کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ مذهبي شخړو کې ووژل شو، خو مړی يې تر ننه پيدا نه شو. د شمالي هند په ایودیا کې د "کاکا" شریف په نوم مشهور شوي دغه سپينږيري د خپل دې هوډ په اړه بي بي سي سره خواله کړي.

Mohammad Shareef levelling a grave

د عکس سرچینه، Mohd Shabir

د عکس تشریح، کله ځينې بې وزله ناروغان هم د داسې مړو شمېر ډېروي چې په روغتون کې سا ورکوي او د دوی د مړینې د مراسمو ادا کوونکي څوک نه وي.

د مړي خاورو ته سپارل

محمد شریف نه پوهېږي چې څومره مړي يې خاورو ته سپارلي دي یا يې د هغوی د مړینې مراسم ترسره کړي. د ایودیا چارو د تنظيم ادارې مشر انوج کمارجها بي بي سي ته ویلي دوی دا شمېر نه دی ثبت کړی چې څومره بې وارثه مړي يې ښاغلي شریف ته سپارلي، خو ښايي شاوخوا ۲۵۰۰ جسدونه يې ورکړي وي.

د شریف "کاکا" کورنۍ وايي، دوی تر ۵۵ زرو د ډېرو مړو د مرګ وروستي مراسم پر ځای کړي، هسې هندي رسنۍ دا شمېر ۲۵ زره ښيي.

Mohammad Shareef offering prayers near a grave

د عکس سرچینه، Shadab Ahamad

د عکس تشریح، "زوی مې چې ورک شو نو یوه میاشت د لېونیانو غوندې کوڅه په کوڅه پسې وګرځېدم."

په هند کې د بېلا بېلو پېښو له کبله ګڼ بې وارثه مړي موندل کېږي. څوک تر موټر یا اورګاډي لاندې شوي وي او څوک له کوره لرې مړه شوي وي. په دوی کې حجیان، له هېواده تښتېدوونکي او هغه عمرخوړلي کسان هم وي چې خپلو اولادونو پرېښي وي.

کله ځينې بې وزله ناروغان هم د داسې مړو شمېر ډېروي چې په روغتون کې سا ورکوي او د دوی د مړینې د مراسمو ادا کوونکي څوک نه وي. چارواکي د ځينو نادولتي ټولنو او د محمد شریف په څېر رضاکارانو په مرسته داسې بې وارثه مړي ښخوي.

د شریف "کاکا" دې خدمت ته هله د خلکو پام ورواوښت چې د خېرښېګڼې کوونکو خلکو په نوملړ کې د ده نوم خپور شو او جایزه ورکړل شوه. خو د شریف "کاکا" دا انعام د یوه ستړي سفر پایله ده.

Mohammad Rais,

د عکس سرچینه، Mohd Shabbir

د عکس تشریح، تر ننه محمد شریف په دې نه پوهېږي چې د ده زوی چېرې، څنګه او چا وواژه؟

د ده ځوان زوی سره څه وشول؟

د شریف "کاکا" مور د ده د ماشومتوب پر مهال مړه شوې وه. دی خپلې نیا او نیکه لوی کړی، خو نه و توانېدلي چې په ده درسونه ووايي، هماغه و چې په وړکتوب کې يې کار پيل کړی و او د خرابو بایسکلونو جوړول يې زدکړي وو، خو په پنځوس کلنۍ کې له یوې پېښې وروسته يې د خېرښېګڼې کارونو ته مټې رابډوهلې.

دی وايي، "زوی مې ورک شو، یوه میاشت د لېونیانو غوندې کوڅه په کوڅه پسې وګرځېدم."

Shareef with his wife

د عکس سرچینه، Mohd Shabbir

د عکس تشریح، "ما ته داسې ښکاري چې ښايي زما زوی هم د ځينو نورو مړو غوندې چا سيند ته غورځولی وي."

د هندوانو او مسلمانانو شخړې

د محمد شریف ۲۵ کلن زوی محمد رییس په ۱۹۹۲ کال کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د مذهبي شخړو پر مهال ووژل شو. دغو شخړو ټول هند او ایودیا سيمه سخته وځپله. ښاغلی شریف وايي:

"پولیسو راته وویل چې د هغه بدن يې بيخي خراب او له منځه تللی و. موږ د هغه مړی ونه لید، یوازې جامې مو يې وموندلې."

هندو سخت دريځو- چې مشري يې د اوسني حکومت بهارتیه جنتا ګوند مشرانو کړې وه - د ۱۹۹۲ کال په دیسمبر کې په ایودیا سيمه کې د شپاړسمې پېړۍ یو جومات ویجاړ کړ. دې پېښې په شمالي هند کې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ شخړې پيل کړې چې سلګونه بې ګناه کسان پکې ووژل شول.

Shareef wrapped in Indian flag being surrounded by police and administrative officials

د عکس سرچینه، Mohd Shabbir

د عکس تشریح، محمد شریف دا چاره نژدې لس کله په یوازې ځان کوله او هېڅ کومې دولتي يا نادولتي ادارې مالي مرسته نه ورسره کوله

زما زوی چا وواژه؟

شریف "کاکا" اوس هم نه پوهېږي چې د ده زوی چېرې، څنګه او چا وواژه؟

دغه ۸۰ کلن سپينږيری وايي "ښايي زما زوی هم د ځينو نورو مړو غوندې چا سيند ته غورځولی وي."

د هغو شخړو او مذهبي ګډوډيو پر مهال د هند په ډېرو سيمو کې د مړو د خوندي کولو اسانتیا نه وه، نو د یوه جسد ژر تر ژره چاره کول یو دود ګرځېدلی و. د هغوی ښخول ډېر مهم نه ګڼل کېدل او د شمالي هند په ځينو سيمو کې د پيسو او وخت د سپمولو او له ستړیا د ځان خلاصولو په هدف د بې وارثه مړو پاتې شوني ویالو او سيندونو ته غورځول کېدل.

محمد شریف وايي چې یوه میاشت پخپل زوی پسې وګرځېد، خو هغه يې هېچېرې ونه موند. د ده کورنۍ شکمنه ده چې د رییس مړی له کوره پنځوس کيلومتره لرې په یوه ویاله کې غورځول شوی و.

د ريیس ناڅاپي مرګ د هغه مور او پلار زړه ته ټکان ورکړی و او مور يې د ژورخپګان ښکار شوې وه چې تر ننه پرې اخته ده. د دې کورنۍ ځور له دې کبله هم ډېر شو چې د خپل زوی د مړينې وروستيو مراسمو يې په مناسب ډول ادا نشول کړای او هغه يې پخپله خاورو ته ونشو سپارلی.

Shareef standing next to a funeral pyre

د عکس سرچینه، Mohd Shabbir

د عکس تشریح، "ځينو راشه درشه راسره پرېښوده، رانه ډارېدل. دوی فکر کاوه چې که ما سره يې بدن ولګېږي نو چټل به شي او یا به ناروغ شي."

زغم او هیله

محمد شریف ته د زوی د مرګ د زغملو پېښه ډېره سخته وه، خو د خپل درد او غم د هېرولو لار دا ورښکاره شوه چې نور مړي په درنښت او عزت ښخ کړي او پرېکړه يې وکړه چې له دې وروسته به د خپلې سيمې هېڅ بې وارثه مړی پرې نږدي چې څوک يې سيند ته وغورځوي.

شریف "کاکا" له خپل هوډه پولیس خبر کړل چې دی غواړي د هغو مړو جنازې ته اوږه ورکړي چې څوک نه لري.

دی وايي، "لومړی ځل چې پولیسو زنګ راته وکړ نو زړه مې په زوره زوره په درزېدو شو. د عدلي طب تر پلټنو وروسته پولیسو د جسد د وړلو راته وویل. ښه مې په یاد دي چې د هغه کس مرۍ چا پرې کړې وه."

داسې وخت ډېر ژر راغی چې پر ده د داسې مړو د سمبالولو بار ډېر شو. آن د مړو د لېږدولو لپاره د څلورو ټایرونو لاس ګاډۍ اخیستلو ته اړ شو.

Shareef with his family memebers

د عکس سرچینه، Mohd Shabbir

د عکس تشریح، د ده دې کار ته خلکو د لېونتوب نوم ورکاوه. هماغه و چې د کورنۍ غړو، ملګرو او ګاونډيانو سپکې سپورې ورته ویلې.

"دی لېونی شوی"

د ده دې کار ته خلکو د لېونتوب نوم ورکاوه. هماغه و چې د کورنۍ غړو، ملګرو او ګاونډيانو سپکې سپورې ورته ویلې. ښاغلی شریف وايي، چې هغه مهال يې د کورنۍ يو غړی هم د ده له دې کاره خوښ نه و او ورته ویل يې چې ته لېونی شوی یې.

دی وايي "ځينو راشه درشه راسره پرېښوده، رانه ډارېدل. دوی فکر کاوه چې که ما سره يې بدن ولګېږي نو چټل به شي او یا به ناروغ شي."

له همدې کبله ښاغلی شریف د خپلو خپلوانو په ودونو، مناسبتي غونډو او ان فاتحو ته هم نه ورته. خو له دې هر څه سره سره محمد شریف پخپل هوډ او ژمنه ولاړ پاتې شو. ځکه چې ده د خير په کار کې ارام موندلی و او د زوی د مړینې پېښې په هېرولو کې دې کار مرسته ورسره کړې وه. د هر بې څښتنه مړي د جنازې مراسمو د تر سره کولو پر مهال به يې خپل زوی یاداوه او د هغه څېره به يې سترګو ته ولاړه وه.

Mohammad Shareef just finishing a burial

د عکس سرچینه، Mohd Shabbir

د عکس تشریح، شریف "کاکا" وايي، خپلې قوي عقیدې او له ده سره د خلکو له درنښته ډک چلند، دی ځواکمن کړی دی.

د مړي مينځل او د جنازې مراسم

دی مړي ته غسل ورکوي. چې وپوهېږي مسلمان دی نو کفن کې يې نغاړي او د جنازې لمونځ يې کوي.

خو که مړ شوی کس هندو وي، نو له خپل کوره څلور کیلومتره لرې "شمشان ګاټ" یا د هندوانو د مړو د سوځولو ځای ته يې وړي.

دی وايي، کله چې د بې وارثه مړي په اړه پولیس زنګ ورته وکړي، نو هر څه پرېږدي او په منډه هلته ورځي. کله پر ځينو مړو ډېر وخت تېر شوی وي او بوی يې کړی وي، خو ښاغلی شریف وايي که څه هم له مړو يې کرکه نه کېږي خو چې کوم مړی په ډېر بد وضعیت کې وویني، خپه کېږي او د شپې خوب نه ورځي یا بد خوبونه ویني نو ځکه بیا د خوب ګولۍ خوري.

شریف "کاکا" وايي، خپلې قوي عقیدې او له ده سره د خلکو له درنښته ډک چلند، دی ځواکمن کړی دی.

A funeral pyre along the river Ganges in Varanasi

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که مړ شوی کس هندو وي، نو دی يې له خپل کوره څلور کیلومتره لرې "شمشان ګاټ" یا د هندوانو د مړو د سوځولو ځای ته وړي.

په يوازې ځان مبارزه

محمد شریف دا چاره نژدې لس کله په یوازې ځان کوله او هېڅ کومې دولتي يا نادولتي ادارې مالي مرسته نه ورسره کوله، خو اوس د سيمې هټیوال د خرڅې لپاره ان له ۱۵۰ تر ۱۷۰ ډالر هم ورکوي. دوه مرستیالان هم ورسره شته چې په ګډه کار ورسره کوي.

دی وايي "ما سره هندوان او مسلمانان دواړه مرسته کوي. خلک توده ډوډۍ او ګرمې بړستنې راکوي. څه موده وړاندې مې سترګو ستونزه لرله او باید عملیات کړې مې وای، يوه ناشنا کس زنګ راته وکړ او شل زره روپۍ يې راکړې."

Mohammad Shareef reapairing a cycle wheel

د عکس سرچینه، Shabir

د عکس تشریح، ښاغلی شریف اوس هم د خرابو بایسکلونو د جوړولو هټۍ لري او د ورځې ایله درې ډالره مزدوري کولی شي.

د ده ځای ناستی نه شته

د شریف "کاکا" روغتیايي وضعیت له ورځې بلې ته خراپېږي خو هلته داسې هېڅ کس نه شته، چې تر ده وروسته دې دغه کار ته اوږه ورکړي. د ده دواړه زامن او لمسیان دې کار ته هېڅ لېواله نه دي.

ښاغلی شریف اوس هم د خرابو بایسکلونو د جوړولو هټۍ لري او د ورځې ایله درې ډالره مزدوري کولی شي.

د جايزې له ورکړې سره حکومت له ده سره کومه مالي مرسته نه کوي، خو دی خوښ دی چې لږ تر لږه د ده خدمتونه خلکو ته د منلو دي.

دی وايي "زه به تر وروستۍ سلګې خپل کار کوم. خو که زه نه یم، بیا به پولیس د پخوا په څېر بې څښتنه مړي سيند ته غورځوي چې دا د مړه شوي کس کورنۍ ته هېڅ د زغملو نه ده."

Shareef standing in front of a mortuary storage facility

د عکس سرچینه، Mohd Shabbir

د عکس تشریح، "که زه نه یم، بیا به پولیس د پخوا په څېر بې څښتنه مړي سيند ته غورځوي چې دا د مړه شوي کس کورنۍ ته هېڅ د زغملو نه ده."