عبدالستار ایدهي؛ چې ګوګل یې په ویاړ خپل نښان بدل کړ

.

د عکس سرچینه، Google

عبدالستار ایدهي چې پاکستان کې یې په نړیواله کچه د رضاکارانه خیریه چارو د امبولانسونو تر ټولو لویه شبکه جوړه کړې وه، ګوګل یې په ویاړ په ځینو هېوادونو کې خپل نښان بدل کړی و.

د فبرورۍ ۲۸مه، چې د عبدالستار ایدهي د زوکړې له ورځې سره برابره وه، ګوګل په امریکا، ایسلنډ، پورتګال، استرالیا، نیوزیلنډ، جاپان، استونیا، بریتانیا، ډنمارک، ایرلنډ او پاکستان کې خپل نښان د ایدهي کښل شوي انځور او خیریه کارونو ته اړولی و.

عبدالستار ایدهي پاکستان کې د ''ایدهي'' په نامه د خیریه چارو تر ټولو لویې امبولانس لرونکې شبکې بنسټګر و.

نوموړی په ۱۹۲۸ کال د هند لوېدیځ ګوجرات کې زیږېدلی دی.

د پاکستان په رامنځ ته کېدا سره، عبدالستار ایدهي په دې هېواد کې ناوړه روغتیايي وضعیت او کمزوري پوهنیز نظام ته په پام سره، د خیریه کارونو لپاره د یوې شبکې جوړولو په تکل کې شو.

همدا وو چې په ۱۹۵۱ کال یې د ''ایدهي بنسټ'' ډبره کښېښوده او د لومړنیو بېړنیو خدمتونو لپاره یې ملا وتړله.

تر څو لسیزو پورې، پاکستان کې ایدهي امبولانسونو د ملګرتیا او خواخوږۍ د سمبول په توګه فعالیت ته دوام ورکړ.

دغه بنسټ خپلې خدمتونه نورو هېوادونو ته هم وغځول، چې اوس شاوخوا ۱۵۰۰ امبولانسونه لري، خو پاکستان کې د ننه د یتیمانو د پالنې، د ښځو امن خونو، کلینیکونو او نورو چارو کې له اړمنو وګړو سره مرستې کوي.

''د پاکستان پرښته''

ایدهي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایدهي به ویل د "خیرات لپاره یې سوال" وکړ، او خلکو یې "وراوږد شوی لاس" بې خیراته پرې نه ښود.به ویل د "خیرات لپاره یې سوال" وکړ، او خلکو یې "وراوږد شوی لاس" بې خیراته پرې نه ښود.
دغه بنسټ خپلې خدمتونه نورو هېوادونو ته هم وغځول، چې اوس شاوخوا ۱۵۰۰ امبولانسونه لري،

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه بنسټ خپلې خدمتونه نورو هېوادونو ته هم وغځول، چې اوس شاوخوا ۱۵۰۰ امبولانسونه لري،

ایدهي چې د پاکستان پرښتې نوم هم ورکړل شوی، ګوګل یې په ویاړ وغوښتل چې د زوکړې په ورځ خپل نښان بدل کړي.

عبدالستار ایدهي د تېر کال جون میاشت کې د پښتورګي د کار پرېښودو له کبله د پاکستان کراچۍ ښار کې د ۸۹ کلونو په عمر ومړ.

که څه هم هغه ته بهر کې د درملنې وړاندیز وشو، خو ټینګار یې دا و چې پخپل هېواد کې یې باید درملنه وشي.

د ایدهي بنسټ شعار "ژوند وکړئ او له ژوند سره همکاري وکړئ" دی.

ایدهي به ویل د "خیرات لپاره یې سوال" وکړ، او خلکو یې "وراوږد شوی لاس" بې خیراته پرې نه ښود.

له ایدهي بنسټ سره د زکات مرستې هم کېږي، چې بنسټ یې د بې وزلو مسلمانانو، عیسویانو او هندوانو په مرستو کې لګوي.

کله چې له هغه وپوښتل شول، ولې له نا مسلمانو سره مرسته کوي، ځواب یې دا و "ځکه چې زما امبولانس تر تا ډېر مسلمان دی. "

د سولې نوبل جایزه

ملاله یوسفزۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملالې یوسفزۍ د عبدالستار ایدهي‌ لپاره د ۲۰۱۶ کال نوبل سولې جایزې غوښتنه هم کړې وه

تېر ۲۰۱۶ کال پښتنې ملالې یوسفزۍ له بي‌ بي سي‌ سره په خبرو کې د پاکستان نامتو خیریه کارکوونکي عبدالستار ایدهي له مړینې وروسته وویل، د ښاغلي ایدهي‌ ژوند ځانګړی و چې موږ ترې ډېر څه زده کولی شوای او نوموړي ته د درناوي لپاره موږ باید یو ښه کار وکړو.

ملالې د عبدالستار ایدهي‌ لپاره د ۲۰۱۶ کال نوبل سولې جایزې غوښتنه هم کړې وه.

د ایدهي ګڼو مینه والو د #NobelPrizeforEdhi د هشټګ په کارولو سره د ملالې یوسفزۍ پرځای ایدهي ته د سولې د نوبل جایزې ورکولو غوښتنه وکړه.

خو عبدالستار ایدهي له "اېکسپرېس ټرېبیون" ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي وو: "ما ته مهمه نه ده. د نوبل د سولې جایزه ما ته هېڅ ارزښت نه لري. زه یوازې دغه خلک غواړم، زه انسانیت غواړم."

د پاکستان "نېشن" ورځپاڼې د راپور پربنسټ، د "پاکستان دولتي بانک" به راتلونکې میاشت د ایدهي تلپاتې یاد ساتلو لپاره د پنځوسو روپیو یادګاري سکه راوباسي.

ایدهي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان "نېشن" ورځپاڼې د راپور پربنسټ، د "پاکستان سټېټ بانک" به راتلونکې میاشت د ایدهي تلپاتې یاد ساتلو لپاره د پنځوسو روپیو یادګاري سکه راوباسي.
عبدالستار ایدهي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عبدالستار ایدهي د تېر کال جون میاشت کې د پښتورګي د کار پرېښودو له کبله د پاکستان کراچۍ ښار کې د ۸۹ کلونو په عمر ومړ.