اسلام اباد: له جوماته د لال مسجد ملا امام ایستلو لپاره امنیتي کسان ګومارل شوي

پاکستان

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د اوقافو دولتي ادارې اړوند لال مسجد یا سور جومات یو ځل بیا د دغه جومات پخواني ملا امام مولانا عبدالعزیز ولکه کړی او له حکومته یې د کشمیر جهاد پیلولو او شرعي قوانینو پلي کولو غوښتنه کړې.

مولانا عبدالعزیز وايي، د جومات څنګ ته پر ځمکه باید له سره مدرسه ودانه شي.

مخکې حکومت پر دغه ځمکه د مدرسې ودانۍ د پوځي عملیاتو پر مهال ورانه کړې وه او هغه مهال چارواکو ویلي و، چې دغه مدرسه پر دولتي ځمکه په غیر قانوني توګه ودانه شوې ده.

له بي بي سي سره خبرو کې مولانا عبدالعزیز وايي، د خپلو دریو غوښتنو د منل کېدو تر مهاله به د ځايي چارواکو یا حکومت خلاف 'مبارزه ' کوي.

نوموړی وايي، پلار او ورور یې د دغه جومات لپاره قربانۍ ورکړې او حکومت یې له دغه ځایه نه شي شړلای.

مولانا عبدالعزیز په دغه جومات کې د جمعې خطبه هم وویله او خپلې غوښتنې یې تکرار کړې.

ځايي چارواکو د جومات کنټرول بېرته تر لاسه کولو لپاره له مولانا عبدالعزیز سره خبرې پیل کړې، خو تر اوسه پکې د پرمختګ په تړاو څه نه دي ویل شوي.

اسلام اباد

بل لور ته د پلازمېنې ابپاره سیمې پولیس وايي، دوې ورځې کېږي چې د جومات په شاوخوا کې د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

مولانا عبدالعزیز وايي، پولیس کله نا کله د هغو کسانو مخه نیسي چې ده ته خواړه راوړي، خو پولیس یې دغه ادعا ردوي.

مولانا عبدالعزیز وايي، شخړه له هغه وروسته پیل شوه، چې دی له امامته لېرې کړل شو او په وینا یې د جومات سمبالښت چارې د ده پرتله هيڅوک ښې نه شي تر سره کولای.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د ځايي چارواکو او مولانا عبدالعزیز تر منځ مذاکرات شوي. بل لور ته د بي بي سي له لوري د لال مسجد موضوع پوښتنو ته د اسلام اباد ډپټي کمشنر حمزه شفقات هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

مولانا عبدالعزیز

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان پلازمېنې په سیکټر جي سیون سیمه کې د ښځینه وو لپاره مدرسې شته، چې د ښځینه زده کوونکو یا طالباتو شمېر یې له درې زره کسانو ډېر دی.

۲۰۰۷ کال کې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال په لال مسجد کې د عملیاتو پر مهاله له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو، چې د جومات مخکینیو اداري کسانو په وینا ښځې هم پکې شاملې وې، خو ځايي چارواکي دا ادعا نه مني.

مولانا عبدالعزیز په هغه پېښه کې د ښځو برکه یا چادرۍ کې له جوماته تښتېدلی و او مور او یو ورور یې په هغو پوځي عملیاتو کې وژل شوي وو.

څلور کاله مخکې په دوو بېلا بېلو قضیو کې د ضمانت له منظور کېدو وروسته ۲۰۱۶ کال کې مولانا عبدالعزیز د مخکیني ولسمشر پروېز مشرف په ګډون د هغو ټولو کسانو بخښلو خبره کړې وه، چې د لال مسجد پوځي عملیاتو کې یې رول درلود.