
شیرپاو وايي پر لال جومات عملیات پرویز مشرف او شوکت عزیز کنټرولول.
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د قومي اسمبلۍ غړی افتاب احمد خان شیرپاو وايي په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پر لال جومات د عملیاتو مسوولیت د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف او پخواني صدراعظم شوکت عزیز په غاړه دی.
ښاغلی شیرپاو وايي په لال جومات کې د سخت دریځو کسانو پرضد په عملیاتو کې د کورنیو چارو وزارت او د ملکي استخباراتو ادارې ته ونډه نه وه ورکړل شوې.
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر دغه څرګندونې هغه کمیسیون ته کولې چې پر لال جومات د شویو عملیاتو په هکله څیړنې کوي.
ښاغلي شیرپاو وویل پر لال جومات عملیات پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف او د هغه وخت صدراعظم شوکت عزیز کنټرولول.
د هغه په وینا، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته د هغه پلاوي په هکله هم معلومات نه وو ورکړل شوي چې له مولانا عبدالعزیز او مولانا عبدالرشید غازي سره د خبرو لپاره جومات ته ورغلی و.
ښاغلي شیرپاو زیاته کړه، چې په لال جومات کې د سخت دریځو پرضد عملیات په دې خاطر په ورو پرمخ بېول کېدل چېو دغه مساله په سوله ییزه توګه حل شي.
"امنیتي کسانو هغه مهال د لال جومات خطیب مولانا عبدالعزیز ونیو، چې په چادرۍ کې یې د تېښتې هڅه کوله."
د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي له عملیاتو وروسته د ورکو شویو کسانو په اړه هغه ته معلومات نه وو ورکړل شوي او کله چې مولانا عبدالعزیز ونیول شو، د دې پر ځای چې په زندان کې وساتل شي په یوه ارماګاه کې له خپلې ښځې سره ساتل کېده.
تراوسه پورې له ۱۰۰ نه ډېرو کسانو د لال جومات د عملیاتو په اړه له هغه کمیسیون سره خبرې کړي چې د لال جومات د عملیاتو پلټنې کوي.
سترې محکمې دغه کمیسیون ته امر کړی چې په دوه نیمو میاشتو کې خپلې پلټنې بشپړې کړي.
د یادولو ده، چې امنیتي کسانو هغه مهال د لال جومات خطیب مولانا عبدالعزیز ونیو، چې په چادرۍ کې یې د تېښتې هڅه کوله.












