تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرونا ویروس؛ تاجکستان کې سلګونه کسان قرنطین شول
په چین کې پر کرونا ویروس د کسانو د اخته کېدو او مړه کېدو شمېر په چټکۍ ډېرېږي او په دا مهال تاجکستان څو سوه وګړي په دې ویروس د ککړتیا په ګومان قرنطین کړي دي.
د تاجکستان د روغتیا وزیر ویلي، نن سهار( د پنجشنبې ورځ) یې ۶۴۵ کسان په کرونا ویروس د اخته کېدو په ګومان قرنطین کړي دي.
خو نوموړی زیاتوي چې لا هم په دغه ناروغۍ د کوم کس د اخته کېدو پېښه نه ده تایید شوې.
په دې کسانو کې ۳۷۲ کسان د پلازمېنې دوشنبې په دوو روغتونونو کې قرنطین شوي دي.
تاجک چارواکي وايي، په قرنطین شویو کې ۴۷ چینایان هم دي.
له بلې خوا چین کې د یوه ماشوم تر زېږېدو یوازې ۳۰ ګړۍ وروسته په هغه کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی. د حکومتي رسنیو د رپوت له مخې، دا تر ټولو کم عمره انسان دی چې په کرونا ویروس اخته کېږي.
دا ماشوم د فبرورۍ پر دویمه د وهان یوه ځايي روغتون کې زېږېدلی. وهان چې نژدې ۱۱ میلیونه وګړي لري، دا ناروغي پکې پیل او نورو سیمو ته خوره شوه.
د ماشوم له زېږون مخکې مور معاینه شوې وه چې نتیجه یې مثبته وه، خو لا هم دا روښانه نه ده چې دا ناروغي څنګه لېږدول شوې.
ډېر کم ماشومان پر دغه ویروس اخته شوي.
کرونا تر اوسه ۵۶۳ کسان وژلي او ۲۸ زره او اتلس کسان یې اغېزمن کړي دي.
د چین د ملي روغتیا کمېسون وايي، د وژل شویو ۸۰ سلنه له ۶۰ کلونو ډېر عمر لري او په دوی کې ۷۵ سلنه داسې کسان دي چې له مخکې هم په یوه نه یوه ناروغي اخته وو.
د حکومتي رسنیو د چارشنبې ورځې د رپوټ له مخې، له کرونا ویروس سره زېږېدلي دې ماشوم وزن ۳،۲۵ کیلو دی او حالت یې ټیک دی او څارل کېږي.
یوه مخکښ ډاکټر د هانکانګ ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ ورځپاڼې ته ویلي: "دا کېس ښيي چې موږ د ویروس د ممکنه نوې لېږدلارې په هکله فکرمن اوس."
پر چین سربېره نورو هېوادونو کې هم پر دې ویروس ۱۹۱ کسان اخته شوي، خو یوازې دوه پکې مړه شوي دي.
په چین او نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدو پسې د روغتیا نړیوالې ادارې نړیوال بېړنی حالت اعلان کړ.
د دې ادارې مشر ټیډروس اډهانم د چارشنبې په ورځ د دریو میاشتو ځوابي پلان لپاره د ۶۷۵ میلیون ډالرو پیسو غوښتنه وکړه.
د چین وهان ولایت کې هم له دې وبا سره د ناروغۍ د درملنې لپاره په لسو ورځو کې زر بستره روغتون جوړ شو.
"په کور کې مرګ روغتون ته تر تللو غوره دی"
وینګون وانګ د چین وهان ښار کې اوسي.
دغه ۳۳ کلنه ښخه او کورنۍ یې د جنورۍ له ۲۳ مې راهیسې په کور کې ایسار پاتې دي.
له وهان ښاره وانګ بي بي سي ته خپله کیسه وکړه چې څنګه یې کورنۍ د ژوندي پاتېدو هلې ځلې کوي.
وانګ وايي: "د ویروس له پیدا کېدو راهیسې، زما تره ومړ، د پلار روغتیايي وضعیت مې هم د اندېښنې وړ دی، په مور او ترور کې مې هم د ویروس نښې موندل شوې دي."
دا وايي "مور او ترور مې هره ورځ روغتون ته زما د پلار د پوښتنې لپاره په ډېر تکلیف ورځي، خو د دواړو حالت هم ښه نه دی، هېڅ کوم روغتون یې نه بستروي."
نوموړې وايي "زموږ په څېر کسانو ته، اوس روغتون کې هېڅ بستر نه پیدا کېږي، دا خو پرېږده چې په نویو جوړو شویو روغتونونو کې دې بستر شو."
"که د حکومت سپارښتنې عملي کړو، یوازېنی هغه ځای چې موږ ورتلی شو، روغتیايي مرکز دی، هلته موږ ولاړو، خو څه مې چې له تره سره وشول، له پلار سره به مې هم وشي. نو په کور کې مرګ راته غوره دی."