نوی کرونا ویروس څومره خطرناک دی؟

چین کې نوی ویروس پیدا شوی چې تر دا مهال یې ۱۷ کسان وژلي دي. چینايي چارواکو له خپلو وګړو غوښتي د دې ویروس د خپرېدو ځای وهان ښار ته لاړ نه شي او د همدې ښار استوګنو ته یې ویلي چې په خپل ښار کې کرار کېني.

تراوسه ۵۰۰ کسان په دې ویروس اخته شوي دي. پر چین سربېره، تایلنډ، سوېلي کوریا، جاپان، تایوان، اسټرالیا او امریکا کې هم د دې ویروس ځینې پېښې لیدل شوې دي.

د نړیوالې روغتیا پوهان دا ارزوي چې دا نوې ناروغي په نړیواله کچه ګواښ دی او د پراختیا چټکتیا یې دومره ده چې بېړنی حالت اعلان او نړیوال سفرونه محدود کړي که نه.

وهان کې سخت تدبیرونه

د چین وهان ښار نژدې ۹ میلیون وګړي لري او د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټرانسپورټ بندوي.

دا اونۍ چې میلیونونه چینایان د نوي سپوږمیز کال درشل کې په چکر ځي، د دې ښار اوسېدونکو ته سپارښت شوی چې کوم ځای ته ونه خوځېږي.

دې ښار ته د مساپرو د تلو په مخ هوايي ډګرونه او د اورګاډو تمځي هم تړل شوي دي.

د بسونو، مېترو، کښتوړیو او نورو ټرانسپورټي وسیلو شبکې هم نن په ځایي وخت لس بجې تړل کېږي.

د وهان له اوسېدونکو غوښتل شوي چې غونډو کې ګډون ونه کړي او عمومي غونډې خورا ډېرې کمې کړي.

د نړیوالې روغتیا لوی مشر ډاکټر تدروس قبریسوس وايي، دا ګامونه ډېر غوره دي او نه یوازې د ناروغۍ خپرېدل کنټرولوي، بلکې په نړیواله کچه د ویروس خپرېدل هم خورا ډېر کموي.

په نوي ویروس څومره پوهېږو؟

د چین او روغتیا نړیوالې ادارې ازمېښتځیو کې په دې ویروس د اخته کسانو معاینې شوې او پوهانو دا ویروس د "کرونا" ویروس د کورنۍ بللی دی.

تراوسه د کرونا ویروس ۶ ډولونه موندل شوي او وروستی یې هم اوم دی.

دا ویروس د ویروسونو د هغې سترې کورنۍ غړی دی چې له عادي زوکام نیولې د سارس په څېر ناروغۍ عامل هم پکې راځي.

سارس په ۲۰۰۲ کال په چین کې له اتو زرو ډېر کسان ونیول چې پکې ۷۷۴ په نړۍ کې مړه شول.

څېړنې ښيي چې دا نوی ویروس هم له سارس ویروس سره ډېر نژدې دی.

د نوي ویروس نښې

په عادي حالت کې دا ویروس د زوکام سبب کېږي، خو د سختې سا لنډۍ سنډروم یا سارس سبب هم کېږي.

کله چې انسان په دې ویروس اخته شي، تبه، ټوخلې، سا لنډي او لنډه لنډه سا اخیستل راځي.

څومره خطرناک دی؟

تراوسه چې ۵۰۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي، ۱۷ کسان ترې مړه شوي، خو داسې ښکاري چې د دې ویروس درملنه اوږدمهالې ده او په دې دلیل امکان شته چې نور ناروغان هم مړه شي.

لا هم کره مالومه نه ده چې څومره کسان دغه ویروس نیولي دي.

دا ویروس څنګه پیدا شو؟

نوي ویروسونه چې موندل شوي تر ډېره له حیوان انسان ته لېږدېدلي دي.

لکه د هغو کرونا ویروسونو سرچینه حیوانات و، چې پخوا خپاره شوي دي. سارس ویروس اول څکالي (څکلکي) کې پیدا شو او بیا کوڅه ډبې پیشو ته ورغی او وروسته هم انسان ته.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې تراوسه مرس ویروس په منځني ختیځ کې ۲۴۹۴ کسان نیولي چې ۸۵۸ مړه شوي.

دا ویروس له اوښ انسان ته ورغی. د اوسني ویروس د لېږدېدو ځای هم وهان ښار کې د سمندري خوړو بازار ښودل شوی دی.

سمندري تي لرونکي لکه سپین نهنګ دا ویروس لېږدولی شي، خو دا امکان ډېر دی چې بل ژوندي ژوي لکه چرګ، څکالي، سوی یا مار به دا ویروس لېږدولی وي.

د تېر کال د ډيسمبر لومړیو کې چې دا ویروس په انسان کې وپېژندل شو، نو چینايي چارواکو وویل دا ویروس له انسان بل انسان ته نه ځي.

خو دمګړۍ داسې پېښې شوې چې له انسان بل انسان ته پکې دا لېږدېدلی دی.

د اکسفورډ پوهنتون استاد پېټر هوربي وايي: "دا ناروغي له انسان بل انسان ته لېږدي، خو مهمه پوښتنه دا ده چې دا تګ یې څومره اسان دی."

سارس ویروس له انسان انسان ته لېږدي، خو مرس ویروس په سختۍ له یو انسان بل ته ځي او یوازېنۍ لار یې نېغ تماس دی.

نوی ویروس د سږو د عفونت یا پړسوب سبب کېږي، پرنجی هم لري او ښايي له همدې لارې هم لاړ شي. دا موضوع هم ډېره مهمه ده چې کوم خلک له دې ویروس ډېر اغېزمنېږي.

لا هم مالومه نه ده چې دا ویروس له لېږد وروسته په کومه دوره کې د پړسوب سبب کېږي، بدن کې له نښو ښکاره کېدو مخکې یا چې سختې نښې یې ښکاره شي.

څومره ژر خپرېږي؟

داسې ښکاري چې یوه اونۍ کې له ۴۰ تر ۴۴۰ کسان په دې ویروس اخته شوي. په حقیقت کې په دې ویروس نوي اخته شوي کسان لا څو ورځې مخکې پرې اخته شوي و، خو وروسته وپېژندل شول.

د دې ویروس د ودې د اندازې مالومولو کم مالومات شته، خو متخصصان باوري دي چې ښايي تر دې لا ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي وي.

په تایلنډ، سوېلي کوریا، تایوان، جاپان، اسټرالیا او متحده ایالتونو کې هم د دې ناروغۍ پېښې لیدل شوې دي.

دا ناروغي اول ځل د چین وهان ښار کې ښکاره شوه او مختلفو هېوادونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي کسان هم دې ښار ته تللي وو.

دا وېره هم شته چې د روانې میاشتې وروستیو کې د نوي میلادي کال د جشن لمانځلو لپاره چې په میلیونونو خلک چین کې سفر کوي، ښايي دا ویروس هم ور سره پراخ شي.

د ویروس د بدلو وېره شته؟

ویروسونه تل بدلون او خوځښت کې وي. خو مالومه نه ده چې دوی څنګه بدلېږي.

د کرونا ویروس کورنۍ تل له حیواني ډول نورو ډولونو ته بدله شوې ده.

دا ویروس د لېږدېدو لپاره ممکن تکامل وکړي او لا نورې سختې ناروغۍ پیدا کړي. پوهان اوس دا موضوع څېړي.

د ویروس مخه څنګه نیول کېږي؟

د دې ویروس واکسین نشته. د خپرېدو د مخنیوي یوازېنۍ لار یې ژر پېژندل او قرنطین کې د ناروغ درملنه ده.

باید هغه کسان ولټوو چې د دې ویروس ناروغانو سره اړیکه کې و او باید وڅارل شي. باید د سفر محدودیت ولګېږي او له غونډو ډډه وشي.