تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرونا ویروس: ولې انسانان له حیواناتو ډېرې ناروغۍ اخلي
- Author, پروفیسر ټیم بینتون
- دنده, د چټهم هاوس خطرونو سره مبارزې ټیم
نړۍ دا مهال له کرونا ویروس سره لاس او ګرېوان ده، چې له چینه د نړۍ نورو ۱۶ هېوادونو ته هم خپره شوې.
نوې ویروسي ناروغۍ کله نا کله د وبا بڼه غوره کوي، خو دغه نوې ناورغي چې ګومان کېږي، له سارايي حيواناتو اخیستل شوې، د هغو ناروغیو په مقابل کې د انسانانو ناتواني یا بې دفاع والی ښيي چې له حیواناتو اخیستل کېږي.
دې سره د ګلوبلایزېشن یا نړیوالتوب او یا اقلیمي بدلون په څېر مسلو ته په پام سره راتلونکي کې د انسانانو او څارویو تر منځ د تعلق په اړه هم اندېښنې راپورته کېږي.
په تېره نیمه پېړۍ کې داسې یو شمېر عفوني یا ساري ناروغۍ په خورا چټکۍ سره په وبايي بڼه خپرې شوې دي چې انسانانو په لومړي سر کې له حیواناتو اخیستې.
د بېلګې په توګه په ۱۹۸۰ کلونو کې ایچ ای وي/ ایډز له بیزوګانو انسانانو ته ولېږدېد، د ۲۰۰۴ او د ۲۰۰۷ تر منځ په وبايي بڼه خپره شوې مرغانو انفلونزا یا والګی له مرغانو واخیستل شوه، ۲۰۰۹ کال کې سواین والګی بیا له خوګانو راغی، دغه راز په دا وروستیو کې معلومه شوه، چې سیور اکیوټ ریسپیروټري یا (سارس) ویروس د زباد ډوله لیوانو له لارې له اسمان څکالو اخیستل شوی او همدا اسمان څکالو ایبولا نومې وبا هم انسانانو ته لېږدولې ده.
انسانانو مخکې هم له حیواناتو ناروغۍ اخیستې او رښتیا خو دا دي چې ډیری نوې ویروسي ناروغۍ له سارايي حیواناتو انسانانو ته لېږدېدلې دي.
د ژوند په چاپیریال کې بدلونونو سره دغه بهیر لا چټک شوی او په ښارونو کې د خلکو شمېر ډېرېدو او په نړیواله کچه د تګ راتګ ډېرېدل دا مانا لري چې دغه ډول ناروغۍ په زیاته چټکتیا سره له یوې سیمې بلې او له بلې نه بلې ته ولېږدي.
اقلیمي او چاپیریالي بدلونونه د دې لامل کېږي چې د سارايي حیواناتو (استوګنځایونه) هم بدل شي. دې سره د دوی په ژوند ژواک او خوراک موندلو لارې چارې هم بدلېږي.
ناروغۍ څنګه له حیواناتو انسانانو ته لېږدي؟
بل لور ته د انسانانو د ژوند او استوګنې بڼه کې هم بدلون راغلی. د بېلګې په توګه له ننه پنځوس کاله مخې د ټولې نړۍ د نفوس ۳۵ سلنه برخه په ښارونو کې اوسېدل، خو اوس دغه شمېر ۵۰ سلنې ته رسېدلی دی.
شغالانو، ګېدړانو، بیزوګانو، موږکانو او ځینې نورو ورته حیواناتو، الوتونکو او خځنده وو اوس په لویو شویو ښارونو کې سوړې سمبوړې او ځالې موندلي چې پکې ژوند وکړي.
دوی د ښارونو له پارکونو، باغیچو او ډېرانونو کافي خواړه مومي چې ژوندي پاتې شي او نسل یې وده وکړي.
دغه ژوي د ساراګانو او غرونو راغونو پر ځای په ښارونو کې په اسانۍ خوراک مومي او له کبله یې په ښاري سیمو کې ناروغۍ هم په چټکۍ سره انسانانو ته لېږدي.
په ځانګړي ډول د لویو ښارونو په هغو سیمو کې چې ډېر اوسېدونکي یې بیوزله وي او د پاکۍ او صفایۍ اصول پکې ښه نه مراعاتېږي، له حیواناتو نه انسانانو ته د میکروبونو لېږد احتمال نور هم ډېر شي.
د دغه ډول سیمو ډېری اوسېدونکي انسانان د نامناسب خوراک او ککړې هوا د تنفسولو له کبله د ویروسونو او میکروبونو پر وړاندې د بدن دفاعي قوت هم ژر له لاسه ورکوي.
په لویو ښارونو کې له یوه بله د ناروغیو لېږد رالېږد ځکه هم ډېر احتمال لري، چې په لنډه تنګه ساحه کې یوه بل ته ډېر نژدې ګرځي، لمسوي یې یا هماغه هوا تنفسوي.
په ځینې ټولنو کې هغه حیوانات د خوړو په توګه هم کاروول کېږي، چې په ښارونو کې دننه موندل کېږي او یا یې په شاوخوا نژدې سیمو کې ساتل کېږي.
په داسې حال کې چې د نوي ویروس له خپرېدو وروسته سفري محدودیتونه لګېدلي، خو بیا هم ډېر خلک د ویروس له پراخ خپراوي ډاریږي.
هغه کاریګر چې له یوې سیمې بلې ته د کار موندلو لپاره تګ راتګ کوي، اوس په اسانۍ له پولو نه تېریږي او له کبله یې پر تقاضا او عرضه هم اغېز شوی.
ماهرینو په ۲۰۰۳ کال کې د سارس ویروس خپرېدو له کبله نړیوال اقتصاد ته د ۴۰ میلیارده ډالرو زیان اوښتو خبره کړې وه.
د دې پیسو یوه برخه که د خلکو پر درملنه لګېدلې وه، نو نور زیان د اقتصادي فعالیتونو کښته، پورته کېدو او د خلکو تګ راتګ کمېدو له کبله اوښتی و.
څه باید وشي؟
ټولنې او حکومتونه هرې نوې وبا ته د نړیوال بدلون د نښو نښانو پر ځای د یوې ځانګړې ناروغۍ په نظر ګوري او مبارزه ورسره کوي.
خو څومره چې موږ چاپیریال بدلوو، په هماغه کچه په ایکو سيسټم یا چاپیریالي نظام کې بدلون راځي او د ناروغیو خپرېدو ته زمینه برابرېږي.
په نړۍ کې تر اوسه یوازې ۱۰ سلنه پیتوجینز یا د ناروغیو لامل کېدونکي ویروسونه ثبت شوي دي او داسې نورو وسایلو ته اړتیا ده چې معلومه شي نور یې کوم ډولونه دي او په کومو حیواناتو کې موندل کېږي.
د بېلګې په توګه باید معلومه شي، چې په لندن کې څومره موږکان دي او څه ډول ناروغۍ لېږدوي.
ډېر ښاریان په ښارونو کې اوسېدونکي سارايي ژوي مهم بولي، خو باید انسانان وپوهېږي چې یو شمېر حیوانات خطرناک زیانونه لري.
دا مهمه ده چې ښارونو ته د نویو لېږدېدونکو حیواناتو معلومات وساتل شي او د هغو انسانانو په اړه معلومات هم مهم رول لري، چې د خوراک لپاره سارايي حیوانات وژني او یا یې له بهره ښارونو ته راوړي.
پاکي، صفايي، د کثافاتو بهر لېږدول او په مناسبه توګه ځای پر ځای کول او دغه راز د خځنده وو کنټرول نورې لارې چارې دي چې د وبايي ناروغي راپورته کېدو او خپرېدو مخه نیسي.
له دې ورهاخوا دا د چاپیریالي بدلونونو اداره کولو موضوع ده چې باید پام ورته وشي.
د ناروغیو خپرېدو له لارو چارو خبرېدل مرسته راسره کوي، چې په راتلونکي کې د وبايي ناروغیو مخنیوي مبارزه هم اسانه شي.
یوه پېړۍ مخکې د اسپانیا والګي وبا یو میلیارد انسانان اغېزمن کړل او په ټوله نړۍ کې له پنځوس میلیونو نیولې تر ۱۰۰ میلیونو پورې انسانان له همدې کبله ووژل شول.
خو په ساینسي څېړنو او په نړیواله کچه د روغتیا برخه کې پراخه پانګونه کولای شي په راتلونکي کې له دغه ډول ناروغیو سره مبارزه کې مرسته وکړي.
خو خطر لا هم پر ځای دی او خورا ورانکاری هم دی، که دغه څه بیا کېږي، د نړۍ بڼه به بدله کړي.
د تېرې پېړۍ په نیمايي کې ځینې لویدېځوال په دې باور شول چې وبايي ناروغۍ کابو کېدای شي، خو تر هغو چې د ښارونو پراختیا، ناانډوله وده او اقلیمي بدلون زموږ د نړۍ پر چاپیریالي نظام اغېز کوي، موږ باید د ناروغیو خپرېدل د یوه جدي خطر په توګه ومنو.