کرونا ویروس پر بدن څه ډول اغېز کوي؟

له نوي خپاره شوي کرونا ویروس سره مبارزه د ډاکټرانو لپاره له یوه نامعلوم دښمن سره د جګړې غوندې ده. دغه ویروس څنګه پر بدن حمله کوي؟ ټولې نښې نښانې یې څه دي؟ څوک یې له کبله سخت ناروغېږي یا مري؟ څنګه یې درملنه وشي؟ او داسې نورې پوښتنې.

خو اوس د چین په وهان ښار کې چې دغه ویروس په کې لومړی ځل خپور شو، د "جینینتان" روغتون ډاکټرانو یوې ډلې دې پوښتنو ته ځوابونه موندلي او د هغو ۹۹ لومړنیو ناروغانو حال یې چې په دغه روغتون کې یې درملنه شوې، لانسیټ طبي ژورنال کې په تفصیل سره خپور کړی دی.

پر سږو اغېز

د ټولو ۹۹ ناروغانو چې روغتون ته لېږدول شوي وو، پر سږو د نمونیا یا سکاروي اغېز شوی و. د دوی سږو کې پړسوب لیدل شوی او په سږو کې یې هغه کوچنۍ کڅوړې چې له هوا نه اکسیجن وینې ته په کې ننوځي، اوبو نیولې وې.

نورې نښې نښانې

  • ۸۲ کسانو تبه درلوده
  • ۸۱ کسانو ټوخی درلود
  • ۳۱ کسانو ساه لنډي درلوده
  • ۱۱ د عضلاتو درد درلود
  • ٩ کسانو ګنګسوالى یا سربدالي درلوده
  • ٨ کسانو سر درد درلود
  • د پنځو کسانو ستونى یا مرۍ درد کاوه

د دغه ویروس له کبله دوه لومړني مړه شوي کسان په ظاهره روغ ښکارېدل، خو دواړو له اوږدې مودې راهیسې سګریټ څکول او له همدې کبله یې ښايي سږي کمزوري شوي وو.

لومړنی کس روغتون ته د رسېدو پر مهال په سخته نمونیا یا سکاروي اخته و.

دغه سړي په ډېره سختي ساه اخیسته، یانې سږي یې نه توانیدل د ژوندي پاتېدو لپاره یې د بدن نورو غړو ته اکسیجن ورکړي. که څه هم دغه سړي ته مصنوعي تنفس ورکول کېده، خو سږي یې بالاخره ناکام شول او زړه یې ودرېد.

دی په روغتون کې له بستري کېدو ۱۱ ورځې وروسته ومړ.

دویم سړی هم په ورته حالت کې روغتون ته لېږدول شوی و.

دغه سړي ته د مصنوعي سږي یا اي سي ایم او الات لګول شوي وو، خو ګټه یې و نه کړه او د سخت سکاروي له کبله د دغه سړی د وینې فشار په ټپه ودرېد او ومړ.

د جنورۍ تر لسمې د ۹ ناروغانو له ډلې دغه ویروس ۱۰ سلنه کسان وژلي وو.

  • ۱۱ لا هم بستري وو.
  • ۳۱ کورونو ته استول شوي وو.
  • ۱۱ مړه وو.

خو د دې مانا دا نه ده چې د ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر همدا ۱۱ سلنه دی، ځکه ځینې چې روغتون کې وو، ښايي اوس مړه وي او د ځینو د ناروغۍ نښې نښانې دومره ناڅرګندې وي، چې تر اوسه روغتون ته نه دي رسېدلي.

د هوانان سمندري خوراک مارکیټ کې ژوندي څاروي د دغه ویروس خپرېدو لامل بلل کېږي، چې د 2019-nCoV. نوم ورکړل شوی دی.

ویل کېږي د ۹۹ بستري کسانو له ډلې ۴۹ کسانو مخامخ له دغه مارکیټ سره اړیکه درلوده، چې دوه یې هټیوال او نور یې په بېلا بېلو اداري چارو بوخت وو.

ویل کېږي، د ۹۹ ناروغانو ټوله ډله د پاخه عمر کسان وو، چې د عمر منځنۍ کچه یې ٥٦ کاله یاد شوې او ۶۷ یې نارینه وو.

د دغه توپیر ځینې احتمالي لاملونه کېدای شي، چې یو یې د ویروس خپرېدو پر مهال او د نارینه وو ډېر شتوالی کېدای شي.

د جینینتان روغتون ډاکټر لي ژانګ د دې موضوع په هکله وايي:

"خپاره شوي ویروس پر وړاندې د ښځینه وو احتمالي لږ حساسیت د ایکس کروموزوم له خوندیتوب او جنسي هورمونو سره تړلی دی چې د مدافعت په قوت کې مهم رول لري."

او هغه چې له مخکې ناروغ وو

د ۹۹ ناروغانو له ډلې ډېر کسان داسې وو، چې له مخکې یې کومه بله ناروغي هم درلوده 'او له همدې کبله یې د بدن قوت مدافعت کمزوری شوی و، چې ویروس پرې حمله وکړه. '

له دوی نه ۴۰ کسان داسې هم وو، چې د زړه بېلا بېلو ناروغیو له کبله یې زړونه او د وینې لېږدونکي شریانونه کمزوري شوي وو. دغه راز ۱۲ نور کسان بیا له مخکې د شکرې په ناروغۍ اخته وو.