کرونا ویروس: د مخنیوي چارو همغږۍ لپاره د افغانستان او ډبلیو ایچ او ګډه کمېټه

له هغه وروسته چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس خپرېدو په زیاتوالي پسې په نړیواله کچه بېړنیز یا اضطراري روغتیايي حالت اعلان کړ، د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکو په یوه بېړنۍ غونډه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره هم دغه مسئله د خطر زنګ دی.

د عامې روغتیا چارواکو ویلي، وار له مخه یې د احتیاطي تدبیرونو همغږي کولو لپاره یوه اووه کسیزه کمېټه جوړه کړې ده، چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او د افغان عامې روغتیا وزارت لوړ پوړي چارواکي په کې شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون (جنوري ۳۰) د کرونا خونړي ویروس له پراخ خپراوي وروسته چې ویل کېږي، نژدې ۱۰ زره کسان پرې اخته شوي، په نړیواله کچه د روغتیا بېړنیز حالت اعلان کړ.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت کې د ناروغیو مخنیوي او کنټرول څانګې مشر سید حبیب اروال بي بي سي ته وویل، په غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره د افغانستان د پولو اوږدو کې د تګ راتګ ځایونو کې او دغه راز په هوايي ډګرونو کې د احتیاطي تدبیرونو او روغتیايي امکاناتو پر زیاتولو خبرې شوې دي.

ښاغلی اروال وايي، د هوايي ډګرونو تر څنګ له ایران او پاکستان سره د تګ راتګ ځایونو کې هم طبي کارکوونکي ګومارل شوي دي.

له دې مخکې د روغتیا د نړيوالې ادارې مشر تېدروس ادهانم غبریسوس وایي د دې پرېکړې لامل "دا نه دی چې چین کې څه پېښېږي بلکې لامل یې دا دی چې په نورو هېوادونو کې څه کېږي.

نوموړي وايي د روغتیا د نړیوالې ادارې لویه اندېښنه دا ده چې دا ناروغي ښايي هغو هېوادونو ته ولېږدي چې روغتیايي سیستمونه یې کمزوري دي او ښه چمتو نه دي چې له دې ویروس سره مبارزه وکړي.

د کرونا ویروس وبا له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۰ ته رسېدلی او په تبت کې د دغه ویروس له کبله د یوه کس له مړینې وروسته ویل کېږي، چې اوس دغه ویروس د چین لر او بر ته رسېدلی دی.

دغه ویروس لږ تر لږه ۱۵ نورو هېوادونو ته هم رسېدلی دی.

له کابله د بي بي سي خبریال عصمت بهیر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي، دوی هڅه کوي د چین په وهان ښار کې، چې د کرونا ویروس پکې لومړی ځل خپور شو، ایسار پاتې افغان محصلین له دغه ښاره بل ځای ته ولېږدوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل، له چینايي چارواکو سره په اړیکه کې دي او ډېر ژر به له دغه هېواده د افغان محصلینو د لیږدولو بهیر پیل کړي.

په ورته مهال کې په بېجینګ کې د افغانستان سفیر جاوید قایم له بي بي سي په خبرو کې وویل، هلته له افغان محصلینو سره پرلپسې اړیکه لري او د چین له بهرنیو وزارت سره هم تماس کې دي، چې له وهان ښاره د افغان محصلینو د انتقال اجازه تر لاسه کړي.

د رسمي شمېرو له مخې تر دوه زره ډېر افغان محصلین په چین کې په زده کړه بوخت دي، چې ۶۲ تنه یې په وهان ښار کې دي.

بل لور ته د پاکستان عامې روغتیا وزیر ډاکټر ظفر مرزا وايي، چین ته د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیزونو ته په پام سره پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په وهان ښار کې مېشت پاکستانیان بېرته خپل هېواد ته نه ستنوي.

ښاغلي ظفر د پنجشنبې پر ورځ اسلام اباد کې رسنیو ته وویل:

''د روغتیا نړیوال سازمان حالت په کتو سره وړاندیز کړی، چې له چینه باید خلک بهر و نه ایستل شي. که موږ بې مسئولیتي وکړو او له هغه ځایه خلک وباسو، دغه وبا به د ځنګله د اور په څېر خپره شي. ''

بل لور ته روسیه کې چارواکو پرېکړه کړې چې په پراخه کچه دغه هېواد ته د کرونا ویروس مخنیوي لپاره له چین سره خپله ۴۳۰۰ کیلومتره پوله وتړي.

د ډبلیو ایچ او مشر تیدروس ادهانوم د جرمني، ویتنام او جاپان یادونه کړې، چې ویل کېږي ځینې کسانو پکې له هغو خلکو ویروس اخیستی چې چین ته یې سفر کړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' کې د روغتیايي بېړنی حالت مشر وايي، 'له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ټوله نړۍ باید خبرداره واوسي. '

ډاکټر میکایل ریان د ویروس مخنیوي غبرګون لپاره د چین ستاینه کړې. نوموړی وايي:

''ویروس لویه ننګونه ده، خو غبرګون خورا په پراخه کچه دی. ''

کرونا ویروس لومړی د چین له وهان ښاره خپور شو، خو وروسته ټول چین او د تایلنډ، فرانسې، امریکا او اسټرالیا په ګډون د نړۍ ۱۵ نورو هېوادونو ته هم رسېدلی.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي منشي ټیډروس ادهانوم چې روانه اونۍ یې چین ته سفر کړی وايي، ډېری هغه کسان چې په ویروس اخته شوي، برسېرن علامات لري، خو په پنځو کسانو کې نژدې یو کس د نمونیا یا بشپړې ساه لنډۍ په څېر سختې نښې نښانې لري.

نوموړي زیاته کړه، د روغتیا نړیوال سازمان 'سخت پښيمانه ' دی، چې په نړیواله کچه یې تېره اونۍ د ویروس په تړاو د 'لوړ ' پر ځای د 'متوسط ' خطر خبرداری خپور کړ.

بل لور ته سلګونه بهرنیان له وهانه ایستل شوي، چې لومړی ځل دغه ویروس پکې خپور شو. پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر او له امله یې د مړو شویو شمیر مخ په لوړېدو دی.

اسټرالیا په پام کې لري چې له ووهان ښاره ایستل کېدونکي وګړي یې د اسټرالیا له اصلي ټاپو ۲۰۰۰ کیلومتره لرې په کرسمس ټاپو کې قرنطین کړي.

اسټرالیا، جاپان، امریکا او اروپايي ټولنه هم خپل وګړي خپلو هېوادونو ته ستنوي.

بل لورته برتانیا چین ته د کرونا ویروس د خورېدو له امله د برتانیا هوايي چلند شرکت "برټش ایرویز" ټول پروازونه ځنډولي او د بهرنیو چارو وزارت له ډېرو اړینو سفرونو پرته چین د تګ په اړه خپلو خلکو ته خبر داری ورکړی.

د څو نورو هېوادونو هوايي شرکتونو ورته ګام پور ته کړی.

اسټرالیايي رسنیو خبر ورکړی چې د چین د ښځینه فوټبال ۳۲ لوبغاړې او کارکوونکي دغه هېواد ته په رسېدو قرنطین کړل شوي دي.

دوی د اولمپېک سیالیو په غوراوي لوبو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته تللي دي.

پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر په چین کې په ۲۰۰۳ کال کې پر سارس ویروس د اخته کسانو له شمېره زیات شوی.

کرونا ویروس د سارس او انفلونزا ویروسونو په څېر د لوړ عمر او ناروغو کسانو ته ډېر خطر پېښولی شي.

ګومان کېږي چې د کرونا ویروس د چین د هوبې ولایت په وهان ښار کې د سارایي ژویو یوې منډۍ له امله رامنځته شوی چې غوښه یې په ناقانونه توګه د سمندري خوړو په مارکیټ کې پلورل کېدله.