تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا ویروس تر اوسه وبايي ناروغي نه ده
د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' مسئولین وايي، کرونا خونړی ویروس چې لومړی ځل له چینه خپور شو، تر اوسه 'وبايي ' بڼه نه لري. ډبلیو ایچ او هغه نوې ناروغي وبايي بولي چې په نړیواله کچه خپره شي.
د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲۷ ته رسېدلی او پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۰ زره کسانو اوښتی چې ډېر شمېر یې په چین کې ثبت شوي دي.
نژدې ۲۵ هېوادونو کې د دغه ویروس شتوالی ثبت شوی دی، خو له افریقا او لاتین امریکايي هېوادونو د دغه ویروس کومې پېښې ثبت کېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د سې شنبې پر ورځ دریو نورو اسیايي هېوادونو، سینګاپور، مالیزیا او تایلنډ وویل، داسې کسانو کې دغه ویروس تایید شوی، چې چین ته یې سفر نه دی کړی.
مسئول کسان وايي، په چین کې د دغه ویروس له کبله ۴۲۵ کسان وژل شوي او یو کس په هانګ کانګ کې وژل شوی دی. دغه راز په فلیپین کې هم د یوه کس وژل کېدل تایید شوي دي.
نوی کرونا ویروس د تنفسي نظام د سختو ستونزو لامل کېږي او نښې نښانې یې معمولاً له تبې سره پیلېږي، چې وروسته د مرۍ یا غاړې د وچوالي لامل کېږي.
وروستی حال
د سې شنبې پر ورځ تایوان وویل، داسې هېڅ کس ته به د ننوتو اجازه نه ورکوي چې په تېرو ۱۴ ورځو کې یې د چین مرکزي برخو ته سفر کړی وي.
بل لور ته د چین ځانګړې اداره کېدونکې سیمه مکاو کې چې د اسیا تر ټولو لوی جوارګرۍ مرکزونه لري، چارواکي یې وايي، په موقت ډول دغه ټول قېمار ځایونه تړي.
برتانیا حکومت بیا له خپلو چین مېشتو هېوادوالو غوښتي چې که کولای شي، له دغه هېواده دې ووځي.
بل لور ته ځینې نور هېوادونه هم د چین له هغو برخو خپل خلک باسي چې ویروس ډېرې ځپلې دي.
د جاپان یوې بېړۍ کې له هغه وروسته د ۳۷۰۰ مسافرو طبي معاینات پیل شوي چې په دغه بېړۍ کې د یوه مسافر بدن کې کرونا ویروس شتون تشخیص شو.
د دوشنبې پر ورځ د چین لوړ پوړو چارواکو ومنله چې د کروناویروس مخنیوي په چارو کې 'پاتې والی او نیمګړتیاوې ' شوي.
دغه کم سارې څرګندونې د پولیټ بیورو یا سیاسي کمېټې کاري ډلې له لوري شوې، چې بېړنیز حالت کې د چینايي چارواکو غبرګون کې د لا غوره والي غوښتنه کوي.
دې چارواکو د سارايي حیواناتو د پېر او پلور غیر قانوني بازارونو پر ضد د ''سختو '' عملیاتو امر هم کړی دی، چې باور کېږي دغه ویروس ترې لومړی ځل خپور شوی دی.