تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له چین بهر د کرونا ویروس له امله لومړنۍ مړینه
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، یو ۴۴ کلن چینایی سړی چې د چین هوبې ولایت له وهان ښاره فیلیپین ته تللی او هلته مړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، داسې ښکاري چې دغه سړی فیلیپین ته تر سفر مخکې په کرونا ویروس اخته شوی و.
تر اوسه له ۳۰۰ زيات په کرونا اخته کسان مړه شوي دي. ډېری مړينې په هوبې ولايت کې شوې او په نړیواله کچه تر ۱۴۰۰۰ ډېر خلک په دې ویروس اخته شوي دي.
ویل کېږي دغه سړی، چې فيليپين کې مړ شوی، له شدیدې ساه لنډۍ کړېده، که څه هم مانیلا کې روغتون ته ولېږدول شو، خو د فیلیپین روغتیا اداره وايي، هلته ومړ.
هغه ښځه هم په کرونا وېروس اخته شوې چې له دې سړي سره یې یو ځای سفر کاوه.
په فیلیپین کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې ربینډرا ابیاسینګها ویلي: "دا له چین بهر د مړینې لومړنۍ پېښه ده. باید وویل شي چې دا کورنۍ پېښه نه ده، بلکې ناروغ د ناروغۍ له مرکزه راغلی و."
دا سړی داسې مهال مړ شوی، چې د کرونا وژونکي ویروس چټک خپراوي د مخنیوي لپاره د نړۍ یو شمېر هېوادونو له چینه د ورتلونکو کسانو پر مخ خپلې پولې تړلې دي.
امریکا او اسټرالیا ویلي، دوی به هغو بهرنیانو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي، چې دا نژدې ورځو کې یې چین ته سفر کړی.
له دې مخکې د روسیې، جاپان، پاکستان او ایټالیا په ګډون ځینې نورو هېوادونو هم ورته بندیزونه لګولي، خو د روغتیا د نړیوالې ادارې چارواکي بیا برعکس مشوره ورکوي.