د امریکا او مکسیکو پوله کې تر ټولو اوږد تونل

تونل

د عکس سرچینه، CBP/REUTERS

امریکايي چارواکي وايي، له مکسیکو سره پوله کې یې د قاچاق لپاره تر ټولو اوږد سورنګ یا تونل موندلی دی.

دا سورنګ ۱۳۱۳ متره اوږد دی او یو لېفټ ‎، اورګاډی، د فاضلاب سیستم، هوا پاکولو او د لوی ولټېج برېښنا مزي لري.

دا سورنګ د مکسیکو تیخوانا ښار کې صنعتي سیمه د کلیفورنیا ایالت له سنډیاګو سره نښلوي.

د دې سورنګ موندلو کې څوک نیول شوی نه دی او نه هم نشه يي توکي پیدا شوي دي.

امریکايي چارواکو دا هم نه دي ویلي چې د دې سورنګ یا تونل جوړولو کې څوک لاس لري.

خو په مکسیکو کې کارتل سینالوا- چې امریکا یې نړۍ کې د نشه يي توکو یوه تر ټولو ستره منظمه ډله بولي- په دې سیمه کې فعاله ده.

خو په ال چاپو مشهور د دې ډلې بنسټګر خواکین ګوزمن په عمر بند محکوم او دمګړۍ امریکا کې بندي دی.

تونل

د عکس سرچینه، CBP/REUTERS

د امریکا د سرحدي خوندیتوب او ګمرک اداره وايي، دا تونل ۲۱ متره ژور په ځمکه کې کندل شوی، نږدې یو متر او ۶۷ سانتي متره لوړ او ۷۰ سانتي متره سورور دی.

مالومه نه ده چې څومره وخت کې دا سورنګ جوړ شوی دی.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې له مکسیکو سره د کلیفورنیا پوله کې لسګونه تونل موندل شوي دي.

امریکا کې تر ټولو لوی دویم سورنګ پر ۲۰۱۴ کال سنډیاګو کې وموندل شو چې ۹۰۴ متره اوږد دی.

پر ۲۰۱۸ کال هم ۱۸۲ متره اوږد تونل د اریزونا ایالت او مکسیکو ترمنځ وموندل شو.

پر ۲۰۱۵ کال هم یو نمیګړی تونل- چې پټلۍ، برېښنا او د هوا پاکولو سیستم یې درلود- د مکسیکو تیخوانا کې وموندل شو.

تونل

د عکس سرچینه، CBP/REUTERS

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نشه يي توکو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره له مکسیکو سره د دیوال جوړولو پرېکړه وکړه.

خو چارواکي وايي، نشه يي توکي له قانوني لارو او بندرونو په شخصي موټرو او د باري ګاډو په نورو توکو کې قاچاق کېږي.