کویت کې د یوه کور بیه یو میلیون ډالر ته رسېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
په کویت کې پر خواله رسنیو د کورونو د بیو لوړوالي پرضد کمپاین پیل شوی، چې د ځینو کورونو بیې ان تر یو میلیون ډالرو هم رسېدلې دي.
د کویت ورځپاڼو ویلي، د یوه متوسط کور بیه ۲۵۰ زره کویتي دیناره (۸۲۰ زره ډالر) ده، چې ډېری کویتیان دا بیه نه شي پرې کولی.
پر خواله رسنیو کارنو د ستونزې لاملونه او حللارې لټولې دي.
د کویت د ولسي شورا یوه غړي حمد المطر پر ټوېټر د کورونو د بیو لوړوالي په اعتراض لیکلي: "یو میلیون ډالر په کویت کې د کور اخیستو لپاره بس نه دي! دا تریخ واقعیت باید بدل شي؟ څنګه؟ له پوځ او تېلو باید ځمکې خلاصې شي، په دې صورت کې به د ځمکو معقولې بیې وټاکل شي او د اوږدې مودې لپاره به د کویتي کورنیو د کور لرلو خوبونه رښتیا شي."
په کوېت کې #کویت_کې_کور_لرل_زما_حق_دی هشټګ ډېر لاس په لاس شو دی.
کویتیانو له چارواکو غوښتي چې په هېواد کې د استوګنځیو د ستونزې هواري ته لاس په کار شي او وګړو ته د استوګنځیو پروژې پیل کړي.
دا مسله نوې نه ده، له ډېرې مودې راهیسې له دولت غوښتنه دا ده چې د استوګنځیو لپاره وګړو ته پورونه چمتو کړي.

د عکس سرچینه، AFP
خبریال داهم القحطاني ویلي، په کویت کې د استوګنځیو تګلاره ناکامه ده چې بله حل لار غواړي.
نوموړی وايي، د ستونزې په لویولو کې تر ډېره د وزیرانو لاس دی.
ساره الدریس بیا وايي، حکومت باید په دولتي پیسو خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.









