کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل

د عکس سرچینه، kuwait.mfa.ir
د کویت حکومت په خپله خاوره کې د ایران د سفارت کارکوونکي کم کړل.
د پنجشنبې په ورځ د کویت خبري سرچینو وویل، د دغه هېواد حکومت امر کړی چې د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړي.
دوی له سفارت دا هم غوښتي چې د خپلو ډيپلوماټانو شمېر له ۱۹ کسانو ۴ ته کم کړي.
دغو ډيپلوماټانو ته ۴۵ ورځې وخت ور کړل شوی، چې د کویت خاوره پرېږدي.
کویت له هغه وورسته دا ګام اخلي چې د عبدلي مرکز په نوم ډلې غړي په ایران کې په پوځي روزنه او ایران او د لبنان حزب الله ډلې ته د استخباراتو پر ټولو تورنېږي.
عبدلي مرکز پر ۲۰۱۵ کال کویت ښار ته نږدې پر یو ځای د امنیتي ځواکونو په چاپه کې کشف شو.
په دغه چاپه کې امنیتي ځواکونو وسله، مهمات او باروت ونیول.
وروسته له دې ډلې سره د تړاو په تور څو ویشت کسان ونیول شول.
تېره میاشت د کویت سترې محکمې د یوه تورن اعدام په عمر بند بدل کړ، نور تورن هم په بند محکوم شول.
د کویت ډېری ولس سني مسلمانان دي، خو لږکي شیعه یان هم لري.
د خلیج د نورو هېوادونو پرتله کویت کې خلک ډېره سیاسي ازادي لري او له دغه هېواد د مذهبي توپیریت(تعصب) کم خبرونه خپرېږي.
په کویت کې د ایران د ډيپلوماټیک فعالیت د کمېدلو خبر په داسې مهال دی چې ځینې عرب هېوادونو نږدې یو نیم کال مخکې له تهران سره اړیکي پرې کړي دي.








