د هندي پوځ مشر: که پارلمان امر وکړي، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ترلاسه کولو لپاره به پوځ فعالیت وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د ځمکني پوځ مشر ډګر جنرال منوج موکند نراوانې وايي، هند پارلمان ټول کشمیر د خپلې خاورې برخه بولي او که دوی ته د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر بېرته اخیستو امر وشي، 'پوځ به دغه امر پلي کړي. '
د شنبې پر ورځ پلازمېنه ډیلي کې جنرال موکند نروانې خپله لومړنۍ رسنیزه غونډه کې د راتلونکي لپاره پر تګلارې او پلانونو خبرې کولې.
د فعالیت لومړیتوبونو په تړاو نوموړي وویل، ''زموږ لپاره لنډ مهاله خطر د پولې له بل لوري مداخله ده او په اوږده مهال کې دودیزه جګړه یو خطر دی، چې موږ د همدې لپاره چمتوالی کوو. ''
د هند اي این ای خبري اژانس په رپوټ کې د جنرال نراوانې له قوله ویل شوي، چې ''راتلونکي کې به د پوځ پام د کمیت پر ځای کیفیت ته وي. ''
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په تړاو نوموړي وویل:
''تر کومه ځای چې د پي او کي (د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر) موضوع ده، نو په دې تړاو د پارلمان لایحه شته چې د اګست له پنځمې مخکې ټوله جمو او کشمیر (سیمه) زموږ برخه ده. دا د پارلمان لایحه ده او که پارلمان غواړي چې هغه سیمه هم یو وخت زموږ شي او داسې کوم امر موږ ته کېږي، هرو مرو به پلي شي. ''

د عکس سرچینه، TWITTER/ANI
نوموړي د پاکستاني پوځ او ادعا شویو ترهګرو په اړه وویل، ''د کنټرول کرښې یا لاین اف کنټرول په اوږدو کې ډېر فعالیتونه شته. هره ورځ استخباراتي رپوټونه تر لاسه کېږي او په جدیت سره څېړل کېږي. له همدې کبله موږ د ډېری فعالیتونو مخه نیولو کې بریالي شوي یو، چې موږ یې بي اي ټي عمل بولو. ''
د چین او پاکستان پر پوله د پوځ توازن په تړاو نوموړي وویل، ''د شمالي او لویدیځې پولې اوږدو کې یو ډول پاملرنې ته اړتیا ده. ''
جنرال نراوانې وايي، د پوځ روزنه کې به ډېر تمرکز د راتلونکي وخت جګړو لپاره د پوځ چمتو کولو ته وي، چې په وینا یې متمرکز او پیچلی عمل دی او د ټول پوځ تر منځ به همغږي وساتل شي.

د عکس سرچینه، ANI
د یادونې ده چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر پر ۳۱ مه د هند د ځمکني پوځ مخکیني مشر بپن راوت له تقاعد وروسته جنرال منوج موکند نراوانې ته د پوځ مشرتوب سپارل شوی دی.








