د قدس ځواک نوی مشر قااني به د سلیماني هومره اغېزناک وي؟

قااني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویل کېږي اسماعیل قااني تېر کال د ایران د سفیر د مرستیال په توګه بامیان ولایت ته تللی، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغه مهال قااني د سفارت مرستیال نه و.

د امریکا ډرون برید کې د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني وژل کېدو پسې د ایران مذهبي مشر د قدس لپاره نوی مشر وګوماره.

دا نوی مشر اسماعیل قااني د ډېر وخت لپاره د قدس د پخواني مشر تورنجنرال سلیماني مرستیال پاتې شوی دی.

قدس د سپاه پاسدران هغه څانګه ده چې بهر کې عملیات کوي او د عراق، سوریې، لبنان او یمن په ګډون مختلفو هېوادونو کې شیعه وسلوالې ډلې روزي او تمویلوي.

۶۳ کلن اسماعیل قااني د ایران مشهد ښار کې زېږېدلی چې د دغه هېواد سوېل ختیځ کې پروت دی او له افغانستان سره پوله لري.

مشهد د وګړو له مخې له تهران وروسته تر ټولو لوی ښار دی او شیعه مسلمانانو ته له مذهبي اړخه ځانګړی اهمیت لري.

د قاسم سلیماني په څېر اسماعیل قااني هم له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۸ کال د عراق او ایران جګړه کې برخه اخیستې ده.

اسماعیل قااني وايي، د جګړې ستونزو یې له جنرال سلیماني سره ملګرتیا نوره هم ټینګه کړه.

له ایراني رسنیو سره یې خبرو کې ویلي: "موږ جګړه کې لوی شوي بچیان یو".

له جګړې وروسته قدس ځواکونو کې شامل شوی او خراسان ولایت کې ګومارل شوی چې له افغانستان او ترکمنستان سره پوله لري.

د دوی د بوختیاوو په هکله محدود مالومات دي، خو خبره ښکاره ده چې قاسم سلیماني د ایران لوېدیځ ته پام ور ټول و او اسماعیل قااني د ایران ختیځ څاره چې د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوي او افغانستان کې د طالبانو پرضد د شمالي ټلوالې مرسته هم پکې راځي.

بامیان ته د قااني د تګ ادعاوې

قااني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سلیماني له وژل کېدو وروسته د اسماعیل قااني له انځور سره د سرادر غچ لیکل شوی دی.

کله چې قااني د سلیماني ځایناستی اعلان شو، نو افغان خواله رسنیو کې داسې تصویرونه او ادعاوې خپرې شوې چې ګواکې ښاغلی قااني په مستعار نامه یو کال مخکې د ایران د سفیر د مرستیال په توګه بامیان ته تللی او هلته يې له والي سره کتلي دي.

د بامیان والي وايي، هغه مهال د ښاغلي اسماعیلي په نامه کس د ایران له سفارته دغه ولایت ته ورغلی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال بي بي سي ته وویل چې ښاغلي قااني هېڅکله په افغانستان کې د ایران د سفیر د مرستیال په توګه کار نه دی کړی:

''موږ دا موضوع څېړو چې دا سفر څه وخت او په څه ډول شوی او موخه یې څه وه. په دې غور روان دی. اوس دومره درته ویلی او تاییدولی شم چې ښاغلی قااني هېڅکله د ایران د سفیر مرستیال نه و''

د رپوټونو له مخې اسماعیل قااني د قدس د ورځنیو نظامي چارو د سمبالولو مسوولیت درلود.

دې اداره کې د نوموړي د لوړې رتبې له امله امریکا پر ۲۰۱۲ کال پر نوموړي بندیزونه ولګول.

د امریکا حکومت وايي دا بندیزونه یې ځکه ولګول چې ښاغلی قااني په بهر کې د قدس ځواکونو پر عملیاتو کار کوي.

کله چې ایت الله خامنه يي د قدس لپاره قااني مشر ګوماره نو ویې ویل، قدس به له کوم بدلون پرته کار کوي.

قااني به د سلیماني په څېر اغېز ولري؟

سلیماني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تورنجنرال سلیماني بغداد کې د امریکا ډرون برید کې ووژل شو.

اوس پوښتنه دا ده چې ښاغلی قااني به د قاسم سلیماني په څېر اغېز ولري که نه؟ ځواب کې شنونکي وايي، سپاه پاسداران ته په کتلو د شخص د فردي اغېز په ځای خپله اداره ډېره ځواکمنه ده.

واشنګټن کې د عرب خلیج هېوادونو انستیتیوت غړی علي الوفنه وايي، دا ګرانه ده چې بیروکراټ قااني د خپل پخواني مشر په څېر اغېزناکه مشري وکړي:

"خو بیا هم داسې ښکاري چې د قدس ځواکمن اغېز له امله به قااني هم اغېزناک وي".

د ایران د سپاه پاسدران اړوند کتاب لیکوال او د امریکا د نیول پوسټ ګریجویټ سکول مرستیال فروفیسر افشون استوار وايي، قااني به سملاسي نوي پلانونه پیل کړي.

د هغه په خبره، شنونکي په دې باور دي چې د ایران سپاه پاسداران پر کس دومره تکیه نه کوي، د سلیماني د وژلو اغېز به وي، خو له امله به یې د ایران سیمه ییز عملیات او شبکې ډېرې اغېزمنې نه شي او د بدلې اخیستلو هڅې به هم وکړي.