اسټرالیا کې ښايي یوه تر ټولو ډېره توده ورځ وي

A bushfire outside the Perth Stadium as a heatwave hits Western Australia

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسټرالیا ته د تودوخې د لوړې څپې له ننوتو وروسته له پرت لوبغالي بهر په وښو او بوټو کې اور لګېدلی

استرالیا کې هوا پېژندونکي وايي، د هوا یوه خورا توده څپه د دغه هېواد له لوېدیځه د ختیځ پر لور روانه ده چې له کبله یې ښايي راتلونکې اونۍ د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو توده ورځ راشي.

د هوا پېژندنې ادارې 'بي او ایم ' مسوولین وايي، د چهارشنبې له ورځې وروسته په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۰ درجو واوړي.

د اوس لپاره د تودوخې لوړه لیکل شوې درجه ۵۰ اعشاریه اووه درجې ده، چې په سویلي اسټرالیا په اوودناداتا سیمه کې ۱۹۶۰ کال کې ثبت شوې ده.

د سخت تاوده موسم او له دې کبله د اورلګېدنې خطر په تړاو کوینزلنډ او اسټرالیا کې رسمي خبرداری ورکړل شوی دی. بل لور ته د دغه هېواد په لویدیځ پرت او شاوخوا سیمو کې همدا اوس د تودوخې درجه ۴۰ او ۴۱ ته رسېږي.

د اي بي سي خبري شبکې په رپوټ کې د هواپېژندنې ماهرې دیانا ایادیي له قوله ویل شوي دي، راتلونکې اونۍ به خورا توده وي او په ځانګړې توګه ښايي په سویلي سیمو کې دغه تودوخه ریکارډ کچې ته ورسېږي.

نوموړې زیاتوي د هېواد په کچه د حرارت درجې اوسط راټولولو سره ښايي د تودوخې لوړ ثبت شوی ریکارډ مات شي. دغه ریکارډ ۴۰ اعشاریه درې دی چې په ۲۰۱۳ کال کې ثبت شوی دی.