د اسټرالیا سیډني ښار د طبیعي اور له سخت ګواښ سره مخ ده

د عکس سرچینه، Reuters
اسټرالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد د ستر ښار سیډني لمنې د طبیعي اور له سخت ګواښ سره مخ دي.
د سیډني د زیانمنونکو سیمو خلکو ته خبرداری ور کړل شوی چې کډه شي.
اسټرالیا کې د وروستیو ورځو اور له امله درې کسان وژل شوي او زرګونه کسان کور پرېښودو ته اړ شوي دي.
د یکشنبې په ورځ هم دوو ایالتونو- نیو سات ولز او کویینز لنډ- کې سل ځایه طبیعي اورلګېدلی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ مورېسن خبري غونډه کې دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه چې دا اور لګېدل له اقلیمي بدلون سره اړیکه لري او په همدې دلیل د یوه چاپېریال ملاتړي له نیوکو سره مخ شو
هغه وویل: "نن زه یوازې هغو کسانو ته اندېښمن یم چې ژوند او کورنۍ یې له لاسه ور کړي دي".
نیوسات ولز کې د اوروژنې چارواکو وروستیو لسو کلونو کې اول ځل د خطر زنګ کړنګولی او دا د دې زنګ له پیلېدو راهیسې هم اول ځل دی چې کړنګېږي.
دا د خطر زنګ د سیډني تر ټولو ګڼ مېشته سیمه کې دی چې ۱۲ زره کیلومتره مربع پراخه ده.
چارواکي وايي، شمال کې هانټر سیمه د اور له ګواښ سره مخ ده.

د عکس سرچینه، AFP
تمه ده چې د سې شنبې په ورځ د هوا درجه ۳۷ سانتي ګراد شي، چې له جمعې ورځي بدتره ده او دا هغه وخت و چې د اسټرالیا ختیځ کې اورونه بل شول.
نیوسات ولز کې د اوروژنې اداره وايي: داسې شرایطو کې به اور لا ډېر پراخ شي او د خلکو سر او مال به وګواښي.
زیانمنو سیمو کې ښوونځي تړل شوي او له نورو سیمو اوروژونکي دې سیمو ته د مرستې رسولو لپاره ځي.
لومړی وزیر وايي دواړو ایالتونو کې له ۱۳ سوه اوروژونکو سره د مرستې لپاره یې پوځ هم لاس په کار کړی دی.
په سلګونو ولسي وګړي هم مرسته کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د وېرې له امله په زرګونو خلکو تر شنه اسمان لاندې شپه کړې او چارواکي وايي، اور ۱۵۰ کورونه په سات ولز کې وران کړي دي.
څو ورځې مخکې سیمه کې باران د کرونګرو لپاره ګټور وبلل شو، خو ویل کېږي د دغه هېواد اوږدمهالې وچکالي لپاره بس نه دی.
اسټرالیا تېر کال تر ټول ګرم کال درلود.








