اسټرالیا کې کمسارې واوره ورېدلې
په نویو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې د اسټرالیا یوه داسې کرونده کې چې په واورو پټه ده، کنګرو حیوانان لیدل کېږي منډې وهي.
د دغه هېواد په دریو سویل ختیځو ایالتونو کې له سختو سړو بادونو وروسته د هېواد په ځینې برخو کې کمسارې واوره اورېدلې.
یوه ټویټر کاروونکي سټېفن ګرینفیل په داسې حال کې د ځغاستونکو ګنګرو ویډیويي کلیپ اخیستی چې له دغې سیمې په روان موټر کې تېرېده. نوموړي پر ټویټر د دغه کلیپ له خپورلو سره پیغام کې لیکلي:
''دا داسې څه نه دي چې هره ورځ یې په اسټرالیا کې لیدلای شئ، په واوره کې کنګرو. ''
په ځواب کې یوه بل کاروونکي هم د همدغه ژوي داسې انځور خپور کړی چې د ګالف له واورو ډک میدان کې اخیستل شوی دی.
هوا پېژندونکي وايي، دا په تېرو کلونو کې د یخنۍ یوه ډېره سخته څپه ده چې اسټرالیا کې راغلې ده.
پلازمېنه کنبرا کې ځايي رسنیو د اسټرالیايي سبک یوه فوټبال سیالۍ رپوټونه خپاره کړي چې په واوره کې تر سره شوې ده. له سډني بهر د واورو له کبله د لویو لارو بندیدو رپوټونه هم خپاره شوي دي.
د هېواد په سویل کې ویل کېږي، چې د نژدې لس زره کورونو برېښنا پرچا شوې او الوتنې لغوه شوې دي.
اسټرالیا کې تېر کال خورا شدید موسم و، چې له کبله یې ونو - بوټو کې اور ولګېد، توپاني بادونه پکې چلیدل او سیلابونه راوختل. دغه هېواد کې اوږدې وچکالۍ هم کلیوالو سیمو کې سخت اغېز درلود.










