تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برتانیا: پنځو کلونو کې دریم ځل ټولټاکنې
په برتانیا کې د رایو په شرایطو برابر کسان نن په پارلماني ټاکنو کې رایې اچوي. دا په نژدې پنځو کلونو کې درېیم ځل دی چې په برتانیا کې ټولټاکنې ترسره کېږي.
په انګلنډ، ویلز، سکاټلنډ او شمالي ایرلند کې به د رایې اچونې مرکزونه د سهار له اوو بجو د شپې تر لسو بجو پورې پرانیستي وي.
د شپې په لسو بجو د رایې اچونې د مرکزونو له تړل کېدو سره به د رایو شمېرل پیل شي او تمه ده چې سبا د جمعې ورځې په لومړیو کې تر ډېره بریده د ټاکنو پایلې څرګندې شي.
د برتانیا هر سیاسي ګوند چې د پارلمان ډېرې څوکې خپلې کړي د هېواد راتلونکی لومړی وزیر به د هماغه ګوند وي او حکومت به جوړوي.
په دې ټاکنو کې د پارلمان ۶۵۰ څوکیو لپاره سیالي کېږي، هر کاندید چې په خپله انتخاباتي محله کې ډېرې رایې خپلې کړې هغه به ګټونکی وي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ لو ۲۰۱۷ کال کې ټول ټاکنې شوې وې.
په ۲۰۱۷ کال کې مرکزي نیوکاسټل لومړنی انتخاباتي محل و چې د رایې اچونې د وخت له ختمېدو یو ساعت وروسته یې د ټاکنو پایله اعلان کړه.
په برتانیا کې په دودیز ډوله په هرو څلورو کلونو کې ټولټاکنې ترسره کېږي، خو په تېر اکتوبر میاشت کې د برتانیا د پارلمان غړو رایه ورکړه چې ټاکنې دې له وخت نه مخکې وشي.
دا له ۱۹۷۴ کال راپدېخوا لومړی ځل دی چې ټاکنې په ژمي کې ترسره کېږي او له ۱۹۲۳ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د ډیسمبر په میاشت کې ترسره کېږي.
په دې ټاکنو کې هر هغه کس چې عمر یې اتلس یا له اتلسو کلونو ډېر وي او د برتانیا تابعیت ولري رایه اچولی شي.
رایې اچوونکي د رایو کارتونو ته اړتیا نه لري، خو په خپلو سیمو کې د رایې اچونې مرکزونو کې باید خپل نوم او د کور ادرس ورکړي چې د رایې اچولو پاڼه ورکړل شي.
هر کس کولای شي یوازې یوه کس ته رایه ورکړي.
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په لندن کې له خپل سپي سره د رایې ورکولو یوه مرکز ته ورغی او خپله رایه یې وکاروله.
دغه راز د مخالف کارګر ګوند مشر جېرېمي کوربن هم د لندن په شمال کې خپله رایه وکاروله او له رایې اچولو وروسته یې تصویرونه واخیستل.
له رایې اچونې نه مخکې د ټاکنو څارونکو ډلو رایې اچوونکو ته یادونه کړې وه چې د رایې اچونې پرمهال سلفي تصویرونه نه شي اخیستی که داسې کوي نو دا به له قانونه سرغړونه وي.
په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې نن پنجشنبه به د برتانیا په ډېرو برخو کې هوا باراني وي.