تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برتانیا د کونسلګرۍ پخوانی مامور: په چین کې وربړول شوم
په هانګ کانګ کې د برتانیا د کونسلګرۍ یوه پخواني مامور بي بي سي ته ویلي چې په چین کې ربړول شوی او په هانګ کانګ کې سیاسي نارامۍ ته په لمن وهلو تورن شوی دی.
ساېمن چینګ چې د هانګ کانګ اوسېدونکی دی او نژدې دوه کاله یې د برتانیا د حکومت لپاره په هانګ کانګ کې دنده ترسره کړې د اګست په میاشت کې چین ته د سفر پرمهال د ۱۵ ورځو لپاره توقیف شوی و.
دغه ۲۹ کلن سړي بي بي سي ته ویلي چې په چین کې یې لاسونه او سترګې پرې تړل شوې وې او په زوره ترې اقرار اخیستل شوی دی.
د برتانیا حکومتي سرچینې وايي دوی ګومان کوي چې د ښاغلي چینګ دا خبره چې وهل شوی او په زوره ترې اقرار اخیستل شوی، سمه ده.
له بي بي سي سره د ښاغلي چینګ له مرکې وروسته د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینګ راب په برتانیا کې د چین سفیر احضار کړ.
ښاغلي راب بي بي سي ته وویل ''موږ له ښاغلي چینګ سره په چین کې د شرموونکي عمل او د هغه د توقیفولو له کبله په غوسه یو، موږ سفیر ته روښانه کړه چې له چینايي چارواکو تمه لرو چې پر دې قضیې له سره غور وکړي او هغو ته جزا ورکړي چې دا کار یې کړی دی. ''
خو د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند بي بي سي ته وویل د چینايي سفیر احضارول ورته د 'منلو نه دی ' او دوی به هم په چین کې د برتانیا سفیر احضار کړي چې له دې امله خپله غوسه ورته څرګنده کړي.
دغه چینايي ویاند ویلي ''موږ هیله من یو چې برتانیا احتیاط وکړي، د هانګ کانګ او چین په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي ځکه چې له دې سره به یوازې د برتانیا ګټو ته تاوان ورسېږي. ''
ښاغلي چینګ د چین او برتانیا حکومتونو ته پوښتنې ولاړې کړې دي.
نوموړی ادعا کوي چې ده په چین کې د توقیف پرمهال د هانګ کانګ نور اوسیدونکي هم ولیدل چې چینايي چارواکو نیولي وو.
د ساېمن چینګ دا ادعا ښايي هغه مظاهره چیان لا وهڅوي چې ګومان کوي چینايي واکمنو یې ازادي ترې اخیستې ده.