تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هانکانګ هوايي ډګر ټولې الوتنې د لاریون له امله لغوه شوې دي
د هانکانګ نړیوال هوايي ډګر نن (دوشنبه، زمری ۲۱) خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې دي. دا کار ځکه شوی چې په هانکانګ کې زرګونه لاریون کوونکي له څلور ورځو راهیسې د هوايي ډګر دروازو مخ ته راټول دي او اعتراض کوي.
د هانکانګ هوايي ډګر د نړۍ او د اسیا یو له هغو هوايي ډګرونو دی چې ډېر خلک پرې تګ راتګ کوي.
د هوايي ډګر چارواکو لخوا اعلامیه کې ویل شوي چې لاریونونه "له حده زیاتې ګډوډۍ" لامل شوي دي.
دوی زیاته کړې چې تر دویم خبر پورې ټولې الوتنې لغوه کړې او سفر کوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې د هوايي ډګر لور ته ورنشي.
په ۲۰۱۸ کې ۷۵ میلیونه مسافرینو له دې هوايي ډګره تګ راتګ کړی دی.
په هانګ کانګ کې پولیسو تېره ورځ پر مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز کارولي او د پلاستیکي وسلو ډزې یې پرې کړي.
هلته مظاهرې هغه وخت په تاوتریخوالي بدلې شوې چې لاریون کونکي د هانګ کانګ په یوه ملي پارک کې راغونډ و او غوښتل يي چې د ښار په مهم مرکزي واټ لاریون پیل کړي.
د راپورونو پر بنسټ مظاهره کونکي د ښار په څنډه کې له پولیسو سره په جګړه واوښتل چې پکې دواړه لوري ژوبل شوي دي.