څنګه د یوې معشوقې وژنه هانکانګ کې د تاریخي مظاهرو لامل شوه

بون هیو وینګ ۱۸ کلنه وه چې له خپل ملګري ۲۰ کلن چان نوغ کای سره د عاشقانو د ورځې نمانځلو په موخه له هانګ کانګ نه ټایوان ته په چکر لاړه. خو له هغې خوا هلک یوازې راستون شو په داسې حال کې چې د نجلۍ برخلیک نا معلوم و.

تر دې چې پولیسو هلک ونیوه او د خپلې د معشوقې پر وژنه یې اعتراف وکړ.

د دغه هلک محاکمه باید په ټایوان کې شوې وای، چېرې چې هغه خپله ملګرې وژلې ده. خو ددې کار لپاره باید د هانکانګ په قانون کې بدلون راغلی وای چې له مخې یې دغه هېواد وکوای شي خپل وګړي د جرم په تور او د محاکمې لپاره بل هېواد ته وسپاري.

د همدې موخې لپاره د هانکانګ مشرې د قانون بدلون طرحه وړاندې کړه چې پراخ لاریونونه یې په ضد وشول.

له دې مظاهرو وروسته د هانکانګ چارواکو طرحه د نامعلوم وخت پورې وځنډوله. خو د دغه دواړو ځوانانو د مینې کیسه څنګه پای ته ورسېده؟

لومړی او وروستی ملګری

پېغلې بون د پخلي او ښکلا برخه کې زدکړې کولې، حال دا چې تشان ادارې برخه کې په زدکړو بوخت و.

دواړه د ۲۰۱۷ کال په جولای کې لومړی ځل ولیدل.

د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې بون خپل ملګری خبر کړ چې د دوه میاشتو مېندواره ده. دواړه د ۲۰۱۸ کال د عاشقانو د ورځې نمانځلو لپاره ټایوان ته رهي شول.

بون خپل پلار ته ویلي و چې له خپل ملګري سره د فبرورۍ په اتمه ټایوان ته ځي او د همدې میاشتې په ۱۷ بېرته راستنیږي. خو د ملګري په اړه یې هېڅ معلومات نه و ورکړي.

مخکې له دې چې ټایوان ته سفر وکړي، نجلۍ په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و چې ملګري یې ورته ویلي: "ته مې لومړۍ او وروستۍ ملګرې یې."

دواړو د ټایوان ټایپي کې د مینانو ورځ تېره کړه، خو دوه ورځې وروسته د دواړو ترمنځ اختلاف پیدا شو ان تر سهاره یې دوام وکړ. ددوی جنجال په هغو بکسونو کې د کالیو د ځای کولو پر څرنګوالي و چې نجلۍ اخیستي و.

بون خپلې مور ته لیکلي و چې د فبرورۍ په ۱۷ د شپې مهال هانګ کانګ ته ور رسیږي او همدا د مور او لور ترمنځ وروستۍ اړیکه وه.

مور د مارچ په ۵مه د خپلې لور د لادرکۍ په اړه پولیس خبر کړل او پلار یې د ټایوان ټایپي ته د خپلې لور موندلو پسې لاړ او له پولیسو یې وغوښتل چې د لور موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

پولیسو ته هغه کارت په ګوتو ورغلی و چې پکې د دواړو مینانو د اوسېدو هوټل نوم او د تګ او راتګ تاریخ لیکل شوی و.

ورسره پولیسو له همدې په ګټه اخیستنه هلک ونیوه او څېړنې یې ترې وکړې. هلک ومنله چې په بکسونو کې د کالو د ایښودو پر سر یې جنجال پېښ شوی او خپله ملګرې یې وژلې ده. وايي چې یو وار یې اختلاف حل شو خو بیا د فبرورۍ په ۱۷مه سهار دوه بجې شاوخوا بیا په شخړه شو او په پایله کې یې نجلۍ ووژله.

تشان زیاتوي چې ملګرې یې ورته څرګنده کړې وه چې په ګېډه ماشوم یې د پخواني ملګري دی او داسې ویډیو یې ورسره لیدلې وه چې نوموړې له بل چا سره جنسي اړیکه ټینګوي. له همدې امله یې د نجلۍ سر په دیوال وواهه او د لسو دقیقو لپاره یې له ستوني یې ونیوله او ویې وژله.

بیا یې د نجلۍ جسد په بکس کې واچاوه او تر سهار ۷ بجې ویده شو. سهار یې بکس له ځان سره یووړ او د ښار یوې څنډې کې له دوه ساعتونو لټولو وروسته په یوه ګوښه ځای کې یې وغورځاوه ځان یې ترې خلاص کړ.

د هغې ایفون، کامره او د بانک کارتونه یې له ځانه سره واخیستل. په ټایوان کې یې د ۶۴۷ امریکايي ډالرو په ارزښت ځان ته کالي واخیستل او د هانګ کانګ په لور روان شو. هلته د شپې ورسېد.

په راتلونکو دوو ورځو کې یې د وژل شوې ملګرې له بانکي حسابه ۲۵۰۰ډالر بهر کړل او خپل قرضونه یې پرې خلاص کړل.