کرتاپور؛ د پاکستان "پټ پلان" ته هوښیار اوسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرتاپور له لارې ګردوارې ته د سیکانو د راتلو په هرکلي کې پاکستان ویډیو جوړه کړې چې هند نیوکې پرې کوي.
دې ویډیو کې د هندي پنجاب د سیکانو د خالصتان د بېلتونپالو غورځنګ داسې څو مشرانو انځورونه هم دي چې پر ۱۹۸۴ کال د امرتسر ګولډن ټمپل کې د هندي پوځ په عملیاتو کې ووژل شول.
د هند "انډین ایکسپرېس" ورځپاڼه وايي، د ویډيو خپرو سره د پنجاب سر وزیر امریندر سینګ وویل، د کرتاپور د لارې په هکله د پاکستان پټ پلان ته هوښار اوسېدل ضروري دي.
امریندر سینګ وايي، "یوې خوا ته له موږ سره مینه ښيي او له بلې خوا ګړبړ کوي، موږ باید ډېر محتاط اوسو."
پاکستان د کرتاپور لار د نومبر پر لسمه پرانیسته او پر ټوېټر د پاکستان حکومت په دې تړاو د نومبر پر څلورمه یوه سندره خپره کړه چې د پرانیستې مراسمو لپاره یې حکومتي سندره وبلله.
د څلورو دقیقو دغه اوږده سندره کې ۳۷ ثانیې پوسټر هم شته چې پکې د خالصتان مشران جرنېل سنګ هنډرا والا، صاحب سینګ او امریک سینګ خالصه انځورونه دي.
دې پوسټر کې د ۲۰۲۰ کال ټولپوښتنه هم لیکل شوې، ویل کېږي د خالصتان غوښتونکي د رایې پوښتلو خبرې کوي.
د خالصتان ملاتړي مشران

د عکس سرچینه، Twitter
د بېلتونپالو مشر جنرال بنډراولا د امرتسر په ګولډن ټمپل کې د عملیاتو سره ووژل شو.
هند بنډرا والا توندلاری مشر بولي چې د دمدمي ټکسال مشر و. هغه پر ۱۹۷۸ کال د سیک نرنکاري پېښې سره مشهور شو.
نوموړي ته پنجاب کې د سیکانو د اوڅارولو او توندلارۍ د سمبول په سترګه کتل کېږي. له وژل کېدو مخکې یې د ځان بچولو لپاره پر اکال تخت ولکه وکړه.
تورنجنرال صاحب سینګ

د عکس سرچینه، @PID_GOV
تورنجنرال صاحب سینګ د هند پوځ کې و، له تقاعد وروسته خالصتاني غورځنګ ته ور ګډ شو.
دی له جنرال سینګ بنډرا والا سره دمدمي ټکسال کې شریک او پوځي سلاکار شو.
صاحب سینګ د پوځ د عملیاتو پر مهال پر ګولډن ټمپل د ولکط ساتلو لپاره سیک وسلوال برابر کړي وو.
نوموړي د خپلې دندې پر مهال له پاکستان د بنګلدېش بېلدلو لپاره بنګلدېشۍ ملېشه مکتي باهني جوړولو کې هم مهم رول درلود.
امریک سنګ

د عکس سرچینه، Alamy
دې پوسټر کې بېلتونپال مشر امریک سینګ هم لیدل کېږي، هغه یو وخت د ټول هند سیک زدکوونکو فدراسیون مشر و.
هغه د ګیاني کرتار سینګ بنډراوالا زوی و او د کرتار سینګ دمدمي ټکسال ۱۳ مشر و.
امریک سنګ خالصه ساتنپالی و او پر ګرباني او سیک مذهب ادبیاتو ډېر پوهېډه.
د خالصتان په نوم د ځانګړي هېواد غوښتونکي دا درې مشران د بلو سټار اپرېشن په نوم عملیاتو کې د ۱۹۸۴ کال جون پر شپږمه ووژل شول.

د عکس سرچینه، Twitter
د پاکستان د ویډيو خپرېدو سره د هند خواله رسنیو کې خالصتاني ټرېند شو.
ټوېټر کارن متقاعد کنډک مشر ګورو اریا لیکلي، "ما تل ویلي چې کرتاپور لار د سیک زیارتوالو لپاره نه بلکې پنجاب کې د خالصتاني ترهګرۍ پیلولو لپاره ده."
خو بل کارن یاسر محمود لیکلي: "هند سیکانو ته د روباټ په سترګه ګوري چې پاکستان پکې په اسانۍ خالصتاني مولیر اچولی شي.
د نوموړي په خبره، د هند له دې اندېښنې ښکاري چې پر خپلو سیک وګړو کم باور لري".








