د ټرمپ د استیضاح په هکله له راتلونکې اونۍ ښکاره غونډې پیلېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د کانګرس ډیموکراټ غړي وايي، د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د پلټنو په هکله لومړنۍ ښکاره غونډه راتلونکې اونۍ پیلېږي.
په لومړیو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې چارواکي شهادت ور کړي.
د ولسي جرګې د دریو مهمو کمېټو غړي تراوسه د تړلو دروازه ترشا د شاهدانو شهادت ټولوي.
د استیضاح په هکله پلټنې پر دې څرخي چې ښاغلي ټرمپ پر اوکراین فشار اچولی چې د ډیموکراټ سیال جوبایډن او د هغه د زوی په هکله ښکاره پلټنې وکړي.
خو ښاغلی ټرمپ پر کیف د فشار اچولو لپاره د خپل واک ناسم کارول ردوي.
د ولسي جرګې د اطلاعاتي کمېټې مشر ادم شیف چې دا پلټنې څاري د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ټرمپ د استیضاح دوسیه نوره هم سختېږي:
"موږ د هغه څه په هکله ګام په ګام ژور درک ترلاسوو چې تېر یو کال کې تېر شوي، له دې موضوع ژور درک چې ولسمشر د اوکراین د اړ اېستلو لپاره ټول وزارتونه د خپلو ناروا موخو لپاره سره یو ځای کړي وو".
ښاغلی ټرمپ دا اعاوې ردوي.
د بارک اوماما په ولسمشرۍ کې، چې جوبایډن مرستیال و زوی یې هانټر بایډن اوکراین کې د انرژۍ شریکت اداري پلاوي غړی شو.
کانګرېس کې به د اورېدو غونډې له راتلونکې اونۍ په تلوېزون ژوندۍ خپرېږي او د دواړو ګوندونو استازي به له شاهدانو پوښتنې کوي.
لومړني شاهدان

د عکس سرچینه، EPA
لومړنی کس چې دې غونډو ته به ور شي هغه په اوکراین کې د امریکا لنډمهالی سفیر بېل ټېلر دی چې پټه غونډه کې یې میاشت مخکې شهادت هم غوغا جوړه کړه.
ډیموکراټانو د چارشنبې په ورځ د نوموړي د شواهدو متن خپور کړ.
د دې سندونو له مخې هغه قانون جوړوونکو ته ویلي، په دې ښه پوهېږي چې ولسمشر اوکراین ته ۴۰۰ میلیون ډالر پوځي مرسته ځکه ځنډولې وه چې دا هېواد د بایډن په هکله پلټنو ته اړ کړي.
جوبایډن د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۳ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراټو نوماندانو د ګوندي سیالۍ مخکښ دی.
ټاکلې ده راتلونکې چارشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی جورج کنټ هم ښکاره شهادت ور کړي.
نوموړي قانون جوړوونکو ته ویلي، سپینې ماڼۍ خپلو سیاسي منصوبانو ته د اوکراین د سیاست په سپارلو سره د بهرنیو چارو وزارت چارواکي څنډې ته کړي دي.
اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیره مري یاوونوویچ- چې تېره میاشت له دندې لرې شو- راتلونکې جمعه شاهدي وايي.
هغه مایشت مخکې هم کانګرېس ته ویلي و د اوکراین له ولسمشر سره خبرو کې د ټرمپ له دې څرګندونو یې چې "ده ته به څه پېښ شي" خطر احساساوه.
اوکراین ته پوځي مرسته تېر سپټمبر کې له هغه وروسته ازاده شوه چې یوه افشاګر تېره جولای کې د ټرمپ او زیلنسکي د خبرو په هکله شکایت وکړ.
دغو خبرو کې ولسمشر ټرمپ له اوکرایني سیال غوښتي چې د بایډنیانو په هکله پلټنې وکړي.
له دې شکایت وروسته په ولسي جرګه کې ډیموکراټانو پلټنې پیل کړې.
استیضاح څه ته وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
اوسنیو شرایطو کې استیضاح د امریکا د ولسي جرګې له خوا د داسې تورونو په مانا ده چې د ولسمشر د محاکمې لپاره لار برابرولی شي.
قانون اټکلوي چې ولسمشر، مرستیال ولسمشر او د امریکا نور هېوادني چارواکي هېواد ته د خیانت، بډو اخیستلو او نورو جرمونو په هکله چې له مهمو حکومتي دندو سره تړلي وي له استیضاح وروسته محکوم او د دې جرم له امله له دندې لرې کېږي.
د استیضاح بهیر له ولسي جرګې پیلېږي او د پلي کولو لپاره یې باید د وکیلانو پنځوس جمع یو رایې وي.
که دومره رایې وي بیا مشرانو جرګه کې محاکمه کېږي.
دغه پړاو کې د مشرانو جرګې له دریو دوه برخې رایې پکار دي چې ولسمشر ور سره ګوښه کېږي.
خو د امریکا تاریخ کې تراوسه داسې نه دي شوي او اوس مشرانو جرګه کې هم اکثریت جمهوریپال یا د ټرمپ د ګوند پلویان دي.








