د ټرمپ د استیضاح اړوند لومړنی پرېکړه لیک تصویب شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسي جرګې د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلټنو بهیر د رسمي کولو لپاره پرېکړه لیک تصویب کړ.
دې طرحې ته- چې د پلټنو د څرنګوالي په لا ډېر ډاګیزولو ټینګار کوي- د ډیموکراټانو په موافقت، خو د ټولو جمهوريپالو په مخالفت سره ۲۳۲ مثبنې او ۱۹۶ منفي رایې ور کړل شوې.
دا د نوموړي د استیضاح لپاره د ډیموکراټ ګوند د غړو د ملاتړ کچه ښيي چې ولسي جرګه یې په واک کې ده.
یوازې دوو ډیموکراټانو د دې پرېکړه لیک ضد رایه ور کړه.
دا پرېکړه لیک د ښاغلي ټرمپ حقونه او دې ارزونه کې د نوموړي د وکیلانو شتون تضمینوي.
ډونلډ ټرمپ تورن دی چې پر اوکراین یې فشار راوړی چې د خپل سیاسي سیال جوبایډن او زوی هانټر په هکله یې پلټنې وکړي.
هانټر بایډن څو کاله مخکې- چې پلار یې د امریکا مرستیال ولسمشر و- په اوکراین کې د بوریسما انرژۍ شرکت د اداري پلاوي غړی شو.
سپینې ماڼۍ دا پرېکړه لیک غندلی دی.
دا پرېکړه لیک پلټنو ته نوی لوری ور کوي چې له امله یې د ولسمشر پرضد تورونه هم برابرېدی شي او که داسې وشي او ولسي جرګه د تورونو طرحې ته رایه ور کړي یا هغه استیضاح کړي، نو مشرانو جرګه محاکمه برابروي.
پرېکړه لیک څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړي پړاو کې د ولسي جرګې د اطلاعاتو کمېټه راتلونکو اونیو کې د شاهدانو د شهادت اورېدو لپاره ښکاره غونډې جوړوي.
دا کمېټه هغه شهادتلیکونه هم ښکاره کولی شي چې مخکې په خصوصي ډول ټول شوي دي.
دویم پړاو کې د پلټنې د موندنو په هکله ښکاره رپوټ قضايي کمېټې ته استول کېږي، چې "د استیضاح یا نورو سپارښتنو" په هکله رپوټ ور کړي.
د ښاغلي ټرمپ وکیلان اجازه لري چې د قضايي کمېټې د پلټنو بهیر کې ګډون وکړي.
د استیضاح د پلټنو دلیل

د عکس سرچینه، Getty Images
دې پلټنو کې چې تېره میاشت د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي اعلان کړې، د ولسمشر ټرمپ او د هغه د اوکرایني سیال ویلادیمیر زلنسکي ترمنځ ټلېفوني خبرې مرکزي ټکی دی.
د دې خبرو متن چې تراوسه ښکاره شوی ښيي چې ښاغلی ټرمپ د بایډنیانو په هکله د پلټنو غوښتنه کوي.
جوبایډن د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې له ډونلډ ټرمپ سره د سیالۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند پیلیزو سیالیو کې مخکښ نوماند دی.
یوه افشاګر کارمن د هغو ټلیفوني خبرو په هکله خپله اندېښنه اړوند ادارو ته رپوټ کړې ده.
تراوسه د نوموړي پېژندګلي پټه پاتې شوې ده، خو یوه ساتنپالي لیکوال د چارشنبې په ورځ دا کس د سي ای اې غړی وباله.








