د هند او پاکستان پر ګډه پوله بریدونو کې ۶ پوځیان وژل شوي

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

پاکستان او هند دواړو پر یوه بل له اوربند د سرغړونې تورونه لګولي او پر کنټرول کرښه دواړو غاړو ته په بریدونو کې د دریو پوځيانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي. دا په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې پر کنټرول کرښه تر ټولو خونړۍ نښته ده.

پاکستان ادعا کوي، چې هندي ځواکونو تېره شپه په نیلم سیمه کې د دوی غاړې ته پر ولسي کورونو ډزې کړې دي او د یوه پوځي سرتېري په ګډون يې څلور ولسي وګړي وژلي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور وايي، دوی د دغه برید په خواب کې بیا پر هندي ځواکونو برید کړی او د نهه هندي پوځيانو د وژلو ادعا يې هم کړې.

بل پلو رويټرز خبري اژانس د هندي پوځ د ویاند ډګروال راجېش کالیا له خولې وايي، پاکستان له اوربنده سرغړونه کړې او د دوی دوه پوځیان او یو ولسي وګړی یې وژلي، چې بیا دوی ځوابي برید کړی دی.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمېر په نوسېري بټ ناړه سیمه کې د شجاع اعظم په نامه د یوه ځوان د کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

نوموړی د برید په اړه وایي "د شپې یوولس بجې وې. موږ په کور کې وو چې د هند له لوري ډزي پېل شوې. موږ بیا د نیلم جهلم لور ته په یوه سورنګ کې د تللو هڅه وکړه، چې هماغه وخت یوه مرمۍ په موږ ولګېده، چې په کې زما پلار، ورور او ماما درې واړه ووژل شول. دا د هند او پاکستان د دوو هیوادونو مساله ده، خو دوی له موږ کشمیریانو سره ولې داسې چلند کوي؟ "

د هند او پاکستان ترمنځ پر کنټرول کرښه له تېرو څو لسیزو راهیسې وخت ناوخته همداسې بریدونه د یوه بل پر خاوره کېږي او دواړه يې تور په یوه بل پورې کوي.

خو د روان میلادي کال په اګست چې هند تر خپل کنټرول لاندې کشمیر د نیمه خپلواکۍ حیثیت ورختم کړ نو د پاکستان او هند ترمنځ حالات يې بیا ترینګلي کړي، چې له هماغه راهیسې اکثره وخت پر کنټرول کرښه د ورته بریدونو راپورونه ورکړل کېږي.

هند پر پنځم اګست د کشمیر ایالت نیمه خپلواکه حیثیت ور ختم کړ او له هماغه راهیسې یې هلته ګرځبندیز لګولی. هندي چارواکو تېره اوونۍ په سیمه کې ټيلي فوني شبکې بېرته فعاله کړې، خو انټرنيټ لاهم بند دی.