تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کشمیر وروستی کړکېچ د افغانستان پر سولې څه اغېز لري؟
وروسته له هغې چې هندي چارواکو د دغه هېواد د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغوه کړه، د هند او پاکستان تر منځ يې په کشمیر کې د تاوتريخوالي یوه نوې څپه خطرناک حد ته ورسوله. دا نوی کړکېچ که یو خوا د هند او پاکستان اړيکې زیانمولی شي نو بلخوا د افغانستان پر سولې هم خپل اغېز ښندلی شي.
تېره میاشت د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشرډونالډ ټرمپ او د پاکستاني صدراعظم عمران خان تر منځ په کتنه کې له هند سره د کمشیر پر مساله د "منځګړیتوب" خبره یاده شوې وه او ولسمشر ټرمپ هم په دې اړه چمتوالی ښودلی و. خو هند بیا دا موضوع رد کړې وه چې ګواکې دوی دې له امريکايي ولسمشره د منځګړيتوب کومه غوښتنه کړې وي.
په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې یوې پایلې ته د رسېدو لپاره د پاکستان همکاریو ته اړ دی، ایا د کشمير کړکېچ به په افغانستان کې د سولې پر پروسې اغېز پرېباسي؟
په کشمیر کې د اعلان شوي ځانګړي وضعیت له کبله کړکېچ، د هند له اساسي قانونه د ۳۷۰ مادې ایستل-چې د جمو او کشمیر خپلواکي محدودوي- واشنګټن ته د عمران خان وروستی سفر او د افغانستان په سوله کې همکارۍ ته د پاکستان ژمنتیا دا ټول سره تړلي مسایل دي.
له ولسمشر ټرمپ سره د پاکستان د صدراعظم د ناستې په اړه راپورونه وايي چې له ښاغلي ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د شخړې د منځګړیتوبو غوښتنه شوې. په داسې حال کې چې له طالبانو سره د امريکا د خبرو په برخه کې د پاکستان رول مهم بلل کېږي، اوس داسې ځينې شکونه شته چې ښايي پاکستان د افغان سولې په خبرو کې د همکارۍ لپاره دا شرط ايښی وي چې امریکا دې د کشمیر په مساله کې منځګړيتوب وکړي.
دا چې یو شمېر پاکستاني چارواکو د کشمیر مسئله د افغانستان له سولې سره تړلې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل غبرګون کې ویلي:" موږ له پاکستان حکومته غواړو چې د افغانستان او کشمیر دوه مسئلې له یوه بل سره ونه تړي".
هند د کشمیر مسئله یوه کورنۍ موضوع یادوي او له همدې يې د بهرنیو چارو وزارت سم لاسي دا رد کړه چې لومړي وزیر ناریندرا مودي دې له ښاغلي ټرمپ غوښتي وي چې په دې برخه کې "منځګړیتوب" وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي غبرګون کې ویلي، دا چې هند ۳۷۰ مه ماده لغوه کړې او همدارنګه يې په جمو کشمیر کې نوی دریځ اعلان کړی دی، د امریکا متحده ایالاتو سره سلا نه ده کړې.
هند او پاکستان دواړه هېوادونه د کشمیر د ملکیت دعوه لري چې مسلمانان پکې اکثریت دي خو دا دواړه هېوادونه یې هر یو یوازې د سیمې یوه برخه کنټرولوي.
د ښاغلي مودي حکومت او واکمن بهارتيه جنتا ګوند "بي.جې. پي" د هندوستان په فدرالي اداره کې د کشمير د ورګډولو پروسه ګړندۍ کوي. پلان دا دی چې جمو او کشمیر په دوو سیمه ییزو حکومتونو (جمو او کشمیر او لداخ) وویشل شي او په هند کې مدغم شي. د ویلو ده، له کشمیر چې ځانګړي واکونه بېرته واخیستل شي نو دا سيمه به هم د هند د نورو ایالتونو په څېر شي.
په دې توګه به د هندوستان د فدرالي دولت له مرکز سره د دغه ایالت اړیکې بدلې شي او هلته به د دولت لاس او واک تر پخوا لا پراخ شي. د دې تر څنګ به اوس د هند د نورو سيمو خلک هم په کشمیر کې کار روزګار وکړای شي او ځایونه یا کورونه واخلي.
پاکستان د هندوستان دې اقدام ته په سخت غبرګون کې ویلي: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې، موږ دا څېړو او په عمومي مجلس کې به په دې اړه وغږېږو. موږ به دا مسئله په رسنیو کې راپورته کړو او نړۍ ته به ووایو."
د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل: "زه د هند په اړه اندېښمن یم چې په کشمیر کې به توکميزه تصفیه وکړي. دوی به هڅه وکړي چې اصلي کشمیریان وباسي، پر ځای يې نور خلک ځای په ځای کړي چې اکثریت يې ښکاره کړي او بیا به د دې سيمې اصلي اوسېدونکي هلته د غلامانو په ډول پاتې شي."
په سیمه ییزو لوبو کې د افغانستان د سولې او ثبات مسئله د پاکستان لپاره د ځواک یو قوي ټکی دی. په داسې حال کې چې هند په کشمیر کې پرانیستی لاس لري، پاکستاني چارواکي په رسمي او نا رسمي ډول په افغان سوله کې د کشمیر د مسئلې حل تړلی بولي.
د افغانستان په سوله کې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د اتم پړاو خبرو په ترڅ کې نوي ډیلي ته سفر کړی، ځکه چې د راپورونو له مخې طالبان او امریکایي چارواکي د هوکړې پر جزئیاتو کار کوي او وروستي کېدو ته يې په تمه دي. دا سفر په کشمیر کې د هند له نوي اقدام سره یو ځای و.