ورځپاڼې: د هند او پاکستان د پارلمان مرستیالانو پر کشمیر لفظي شخړه وکړه

هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د کشمیر د مسئلې پرسر په مالدیف کې د سویلي اسیا د پارلمانونو د رییسانو په غونډه کې د هند او پاکستان د پارلمانونو مرستیالانو لفظي شخړه کړې.

ورځپاڼه لیکي، دا شخړه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د پاکستان د پارلمان مرستیال قاسم سوري وویل، نړۍ باید د کشمیریانو ځپل له پامه ونه غورځوي او په دې ستونزه دې سترګې نه پټوي.

خو د هند د پارلمان مرستیال هاریوانش نارایان سنګ غبرګون وښوده او ویې ویل، له دې سره سخت مخالف دی چې د کشمیر مسلې ته سیاسي بڼه ورکول کېږي او د هند دا کورنۍ مسله دې دلته یادیږي.

هغه له پاکستانه وغوښتل چې د ترهګرو تګ راتګ منع کړي او د ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخلي. په دې غونډه د افغانستان استازي هم ګډون کړی و.

واشنګټن پوسټ

امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د سولې لپاره روانو هڅو او د افغانستان راتلونکی برخلیک په اړه یوه مطلب کې لیکل شوي نږدې یوکال کېږي چې له ۳۰ میلیونو زیات افغانان د انتظار سختې شېبې تېروي او امریکا او طالبان د بندو دروازو تر شا خبرې کوي.

له دې خبرو د داسې یوې هوکړې تمه کېږي چې ښايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو مهالویش وټاکي، ټاکنې یوې خوا ته کړي او واک ته د طالبانو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي.

د واشنګټن پوسټ په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې له دې بهیره افغانان چې د خپل راتلونکي په اړه یې غږ نه اورېدل کيږي ناهیلي ښکاري.

ورځپاڼه لیکي، دې احتمال چې ښايي له امریکا سره د طالبانو له هوکړې وروسته منځمهالی حکومت رامنځته شي، د ولسمشرۍ ټاکنو اکثره نوماندان په دې نظر کړي چې سوله لومړیتوب دی، خو ولسمشراشرف غني پر ټاکنو ټینګارکوي او په دې نظر دی چې که بریالی شي نو له یوه قوي دریځه به له طالبانو سره خبرې وکړي، هغه ډله چې د امریکايي ځواکونو وتل خپله بریا بولي.

ډیلي ټایمز

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي ډېره شونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد له کابله وروسته اسلام اباد ته راشي او له پاکستاني چارواکو سره د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼه په اسلام اباد کې د ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله لیکي، خلیلزاد بروکسل ته هم ځي چې د ناټو سازمان له غړو سره وګوري.

ګارډین

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین لیکلي، برتانیا د هغه پلان د لغوه کولو په درشل کې ده چې له مخې یې د کډوالو کورنۍ کولی شي خپل ماشومان برتانیا ته راوغواړي.

ورځپاڼې لیکلي، که برتانیا له کوم جوړ جاړي پرته له اروپايي ټولنې جلا شي نو په سبا به یې دا پروګرام له منځه ځي.

ګارډین زیاتوي، برتانیا د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې او د کډوالو په برخه کې نورو فعالو ټولنو ته خبر ورکړی چې که برتانیا د اکتوبر په ۳۱ مه له جوړجاړي پرته ووځي نو د نومبر په لومړی دا پروګرام نور د اجرا وړ نه وي.

خو ورځپاڼه لیکي، که له اروپايي ټولنې سره جوړجاړی هم وشي نو د کډوالو د کورنیو د هغو ماشومانو راتلونکی نا معلوم دی چې په نورو هېوادونو کې دي.