د شمالي کوریا مشر 'ګیټي' غره ته له ختلو وروسته لویې پرېکړې کوي

د عکس سرچینه، AFP
د شمالي کوریا له رسنیو څخه په خپرو شویو عکسونو کې د دې هېواد مشر کېم جونګ اونګ پراس سپور ښکاري او د دغه هېواد تر ټولو دنګ غره ته پورته کېږي.
کله چې د دې هېواد مشران په اس سپاره شي، نو خبرونه ترې جوړ شي، له دې مخکې د روسیې د ولسمشر عکسونه په رسنیو کې لاس په لاس شول چې پر اس سپور و.

د عکس سرچینه، AFP
خو د دې دواړوه مشرانو ترمنځ ځانګړی توپیر لیدل کیده کېم جونګ اون په عکسونو کې کمیس نه دی ایستلی خو پوتین ایستلی و.
د شمالي کوریا مشر انځورونو کې پر سپین اس سپور په واورو پوښلي غر پیکټو کې ګرځي. پیکټو د دې هېواد سپیڅلی ځای بلل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
دا غر د شمالي کوریا پېژندګلي کې یو ځانګړی ځای لري او د کېم جونګ اون د پلار پر زېږنځي هم مشهور دی.
خودا لومړی ځل نه دی چې کېم جونګ اون دې غره ته سر وښکاره کوي چې لوړوالی یې ۲۷۵۰ متره دی، شنونکي وايي د داسې کړنو تر شا لویې پریکړې کېدونکي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د راپورونو له مخې کېم تراوسه درې ځلي پیکټو غره ته ختلی وروستی یې ۲۰۱۸ میلادي کال و چې د جنوبي کوریا مشر مون جه اېن هم ورسره ملګری و.

د عکس سرچینه، Reuters
۔








