شمالي کوریا امریکا ته د پوځيانو مړي ور وسپارل

د عکس سرچینه، Getty Images
شمالي کوریا د هغو مړو پاتې شوني امریکا ته وسپارل چې باور کېږي امریکايي پوځیان دي او د کوریا جګړه کې وژل شوي وو.
دا د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمنځ په محتاطانه ډيپلوماسۍ کې یو بل ګام دی.
امریکايي چارواکي مني چې له شمالي کوریا په الوتکه کې سوېلي کوریا ته د امریکا پوځي اډې ته دغه مړي ور وړ ل شوي دي.
د پیونګ یانګ دا ګام به د هغو امریکايي کورنیو له هرکلي سره مخ شي چې له کلونو کلونو راهیسې یې په جګړه کې د وژل شويو خپلوانو د مړو د لیدو هیله درلوده.
د مړو سپارلو هوکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ جون میاشت کې د خپلمنځي سرمشریزې پر مهال د مړو پر سپارلو هوکړه کړې وه.
تېر ه اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، چې د مړو د پاتې شونو سپارل به ډېر ژر پیل شي.
دا روښانه نه ده چې اوس څومره مړي امریکا ته سپارل شوي دي او امریکا ته به یې تر لېږدولو مخکې ازمېښت کېږي.
سپینه ماڼۍ په یوه بیان کې وايي: "د مثبت بدلون لورته ته د شمالي کوریا خوځېدلو او عملونو د متحده ایالتونو حکومت خوشال کړی دی".
امریکايي الوتکه به د مړو دا پاتې شوني اوسن اډې ته ولېږدوي او د اګسټ په لومړۍ نېټه به یې امریکا ته د لېږلو مراسم جوړ شي.
څومره سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، @ BBCLBicker
د امریکايي سرتېرو د مړو د پاتې شونو سپارل د جګړې پرېښودلو تړون له ۶۵ کلیزې سره سمون خوري.
د هغه د تړون له مخې د کوریا جګړه- چې له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ روانه وه- بنده شوه.
په دغه جګړه کې د امریکا تر دریو لکو شپږ ویشت زرو سرتېرو د سوېلي کوریا او ملګرو ملتونو ایتلافي ځواکونو سره په ګډه د شمالي کوریا پر ضد جنګېدل.
په جګړه کې د ملګرو ملتونو د ایتلاف تر ۳۳ زرو پوځیان بې درکه شول.
په دوی کې تر۵۳۰۰ پورې امریکايي پوځیان هلته ورک شول چې اوس شمالي کوریا بلل کېږي.
د ۱۰۹۰ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ شمالي کوریا تر ۲۲۹ امریکايي سرتېرو مړو پاتې شوني امریکا ته وسپارل، خو د پیونګ یانګ د اټوم پروګرام د پرمختګ له امله د دواړو هېوادونو په اړیکو خرابېدلو پسې یې سپارل وځنډېدل.

د عکس سرچینه، AFP








