یوه اسټرالیایي د ۱۹ کلونو زندان تېرولو تاوان واخېست

۷۴ کلن ایسټمن له دې مخکې د اسټرالیا د سیمه ییز حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې ده ته یې درې میلیونه او ۸۰۰ زره اسټرالیايي ډالر ورکول.

د عکس سرچینه، AAP

د عکس تشریح، ۷۴ کلن ایسټمن له دې مخکې د اسټرالیا د سیمه ییز حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې ده ته یې درې میلیونه او ۸۰۰ زره اسټرالیايي ډالر ورکول.

یوه اسټرالیايي سړي له حکومت څخه څلور میلیونه او اته سوه زره د هغه څه تاوان واخېست چې دی یې د یوه لوړ پوړي پولیس چارواکي د وژنې په تور ۱۹ کاله زنداني کړی و، په داسې حال کې چې نوموړي نه و وژلی.

ډیډوېډ ایسټمن په ۱۹۹۵ میلادي کال کې وروسته له هغې په عمري زندان محکوم شو کله چې دی د استرالیايي چارواکي کالین وینچستر پر وژلو تورن شو.

وروسته بیا محکمې وپتېله چې د ده په اړه شوې پرېکړه عادلانه نه وه چې بیا ښاغلی ایستمن له زندانه ازاد شو؛ خو د ښاغلي وینچسټر د قتل راز لا هم حل نه دی.

د دې قتل پېښه پیچلې شوې او د اسټرالیا په لویو جنايي څېړنو کې شمېرل کېږي.

۷۴ کلن ایسټمن له دې مخکې د اسټرالیا د سیمه ییز حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې ده ته یې درې میلیونه او ۸۰۰ زره اسټرالیايي ډالر ورکول.

له دې مخکې ښاغلي ایسټمن د اسټرالیا په عالي محکمه کې ویلي و چې د دې غېرعادلانه پرېکړې له امله دی له کوره لېرې پاتې شوی په دې تېر شوي وخت کې د نوموړي مور، خور او ورور یې هم مړه شوي دي.

د نوموړي وکیل د دوشنبې په ورځ د اسټرالیا د عالي محکمې د ودانۍ ترمخ وویل:"هغه د ژوند مهمه برخه له لاسه ورکړې."

د ازادۍ لپاره اوږده لاره

د اسټرالیا په پلازمینه کانبیرا کې د خپل کور ترمخ ښاغلی ونچسټر په دوه مرمیو ولګېد او ووژل شو. هغه د اسټرالیا لوړ پوړی افسر و چې پرې برید وشو.

ښاغلی ایسټمن یو دولتي کارکوونکی و او ځکه یې تورن وپېژاند چې مخکې هم ده ته ګواښ شوی و.

ښاغلي ایسټمین د خپل ۱۹ کلن زندان په جریان کې څو ځله د پرانېستو غوښتنه وکړه چې نوموړي په ۱۹۹۹، ۲۰۰۰، ۲۰۰۱، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې کړې وې، رد شوې.

خو د نوموړي د پرانېستو هڅې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې رنګ راوړ او یوه عادل پلاوي اعلان وکړ چې محکمې د هغه اسنادو پر بنسټ حکم وکړ چې د پولیسو له لوري ورته استول شوي و چې "نوموړی په دې دومره وخت له بې عدالتۍ سره مخ و".

تېر میلادي دوېمه محکمه د سلو شاهدانو پر وړاندې اجرا شوه او ښاغلی ایسټمن بې ګناه وپیژندل شو او لږ وروسته یې د تاوان غوښتنه وکړه.