تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراق: ځینې شیعه ملایان د پیسو لپاره "موقتي نکاح" ته لارې جوړوي
د بي بي سي یوې څیړنې موندلې چې په عراق کې ځینې شیعه ملایان د پيسو لپاره د ماشومانو او ځوانو ښځو نه ناوړه جنسي ګټې اخیستنه کې ښکېل دي. د بي بي سي عربي څانګې له خوا ترسره شوې څېړنه کې داسې شواهد ترلاسه شوي چې دغه ملایان په هغو ودونو کې چې د "خوند یا خوښۍ لپاره" د دودونو په نامه یادېږي، نکاحګانې تړي.
د پېسو په بدل کې د دې لنډ مهاله ودونو یا صیغو په وخت کې سړی او ښځه جنسي اړیکې ټینګولی شي. که څه هم دا کار په عراق کې غیرقانونی دی خو د شیعه ګانو ترمنځ صیغه یا لنډمهال وادونو ته کله کله اجازه ورکول کېږي، شته.
یوې نجلۍ بي بي سي ته ویلي، یوه ملا له همدې طریقې نه په ګټې هغه له ۱۳ کلنۍ نه کاسیرتوب ته اړیسته.
بي بي سي په خپلو څېړنو کې موندلې چې ځینو مواردو کې ان ۹ کلنې نجونې د پیسو په بدل کې نارینه و ته په نکاح شوي دي او جنسي اړیکې ورسره نیول شوې دي.
یوې ښځې بي بي سي ته ویلي، د مېړه له مرګه وروسته یې له یوه شیعه ملا نه لارښوونه وغوښته، او هغه ورته د صیغه نکاح مشوره ورکړه.
دا چاره د عراق د قانون او د ماشومانو د حقونو د نړیوال کانوینسیون له مخې ناقانونه ده، خو ځینې ملاتړي یې وایي، صیغه یا لنډمهاله نکاح په ټولنه کې د فحاشۍ او اخلاقي فساد مخه نیسي.