تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند ستره محکمه: د واده په وعده جنسي اړیکه جنسي تېری دی
د هند ستره محکمه وايي، که نارینه له یوې ښځې سره د واده کولو ژمنه وکړي او بیا له خپلې وعدې په شا شي، دې موده کې د دواړو په خوښه تر سره شوي جنسي اړیکې جنسي تېری بلل کېدای شي.
دا وروستیو کې یوه سړي له یوې ښځې سره د واده کولو ژمنه کړې وه، دوی دواړو جنسي اړیکې درلودې خو وروسته دغه سړي له یوې بلې ښځې سره واده وکړ. ځايي محکمې دغه سړی په جنسي تېري تورن بللی و او اوس د هند سترې محکمې دغه پرېکړه تائید کړې ده.
د سترې محکمې قاضیانو ایل نجسوارا او ایم ار شاه په خپله پرېکړه کې ویلي، ښځه ځکه د جنسي اړیکو لپاره راضي شوې، چې د واده کولو په تړاو یې د دغه سړي پر ژمنه باور درلود، چې یو ډاکټر دی.
قاضیان وايي، تورن کس د واده کولو هوډ نه درلود، او د ټګۍ برګۍ له لارې جنسي اړیکه نیول د ښځې رضایت نه شي بلل کېدای.
که څه هم هند سترې محکمې د تورن کس د۱۰ کلن زندان سزا موده اوو کلونو ته راټیټه کړې، خو خپله پرېکړه کې وايي چې دی باید د خپل عمل سزا وویني.
هند کې دا لومړۍ دغه ډول قضیه نه ده. د رسمي شمېرو له مخې پولیسو ۲۰۱۶ کال کې دغسې ۱۰۰۶۸ قضیې ثبت کړې دي او په ۲۰۱۵ کې د دغسې قضیو شمېر ۷۶۵۵ و.
د هند سترې محکمې عدلي او قضايي چارواکو ته مشوره ورکړې، چې باید دقت وکړي او معلومه کړي چې ایا نارینه یوازې د جنسي غریزې لپاره دغه ډول قضیو کې اړیکي ساتلي او که د واده کولو رښتینی هوډ یې درلود.
ماهرین وايي که تورن کس ثابته کړي چې لومړی یې غوښتل له ښځې سره واده وکړي، خو وروسته یې نیت بدل شو، د جنسي تېري مجرم به نه بلل کېږي.
د دوی په وینا د هوډ یا ارادې ثابتول ممکن نه دي، ځکه پرېکړه به بیا هم قاضي کوي او له دې کبله داسې اندېښنې شته، چې د دغه قانون ناسم استعمال هم کېدای شي.
هند کې ځینې خلک فکر کوي چې د جنسي تېري قوانین باید د جنسي اړیکو په قضیو کې پلي نه شي او په ځانګړې توګه په هغو قضیو کې چې د ښځې خوښه پکې شامله وي.
د هند په عدلي او قضايي ادارو کې هم ځینې خلک په همدې باور دي او ځکه دغسې قضیو کې د سزا حد کم دی، بلکې ډېری تورن کسان بې ګناه بلل کېږي.