تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند پر مسلمان وزیر د جنسي ځورونې تورونه
د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر مبشر جواد (ایم جې) اکبر له هغه وروسته استعفا وکړه، چې یو شمېر ښځینه خبریالانو پرې د جنسي ځورورنې تورونه ولګول.
هند کې له څه مودې راهیسې (مي ټو) نومي کمپاین پر خواله رسنیو زور اخیستی، چې پکې د سیاستوالو، فلمي شخصیتونو او مشهورو خبریالانو پر ضد د جنسي ځورونې تورونه پورې کېږي.
پر ښاغلي اکبر هم دې لړ کې تور پورې شوی و.
له ۲۰ ډېرو ښځو ادعا کړې، چې نوموړي وزیر ځورولې دي. لږ تر لږه له دغو نه د یوې خبریالې پریا رماني خلاف ښاغلي اکبر د سپکاوي قضیه په ځايي محکمه کې ثبت کړې ده.
نوموړي د چهارشنبې پر ماښام وویل، غواړي په شخصي توګه له محکمې انصاف وغواړي، ځکه یې پرېکړه کړې، حکومتي دنده پرېږدي.
له دې مخکې نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او ادعا یې وکړه، چې ګواکې له راتلونکو پارلماني ټاکنو مخکې د ده پر ضد د یوې پراخې توطئې په لړ کې دغسې تورونه پورې شوي دي.
د ښاغلي اکبر خلاف دغه تورونه له هغه مهال سره تړاو لري، چې نوموړی پلازمېنه ډیلي کې د اییشین ایج او کولکته کې د ټیلي ګراف ورځپاڼو مسوول مدیر و.
د هند فدرالي حکومت تر تېرې اونۍ پورې د خپل وزیر په اړه د لګېدلیو تورونو په تړاو څه نه و ویلي.
د ښاغلي اکبر له استعفا وروسته اوس د بهارتیه جنتا ګوند یا (بي جي پي) په فدرالي حکومت کې یوازینی مسلمان وزیر مختار عباس نقوي پاتې دی.