عامر خان ولې په فلم کې له رول لوبولو ډډه کړې؟

د هند مشهور فلمي ستوری عامر خان او مېرمن یې کیرن راو وايي، پر یوه فلمي شخصیت د جنسي ځورونې تورونو له کبله د یوه نوي فلم پروژه پرېږدي.

عامر خان او مېرمن یې د 'عامرخان پرډکشنز ' په نامه یوه کمپنۍ لري، چې فلمونه جوړوي او دوی ویلي، د فلم جوړونکو له هغې ډلې سره نوره همکاري نه کوي، چې پر(یوه کس) یې د جنسي ځورونې تور پورې شوی.

عامر خان او مېرمن یې په یوه اعلامیه کې ویلي، غوښتل یې له یوه سړي سره د نوي فلم پروژه پیل کړي، خو په وینا یې بالیوډ کې د جنسي ځورونې خلاف د هشټګ کمپاین 'مې ټو ' لړ کې ورته وویل شول، چې دغه سړی هم په جنسي ځورونه تورن دی.

اعلامیه کې ویل شوي، له معلوماتو وروسته څرګنده شوه، چې خبره تر محکمې رسېدلې ده:

''موږ نه خو کومه څېړنیزه اداره یو، نه هم د یوه کس په اړه نظر څرګندولای شو، ځکه دا د پولیسو او محکمې دنده ده، ځکه موږ په پروژه کې پر شامل یوه سړي له هر ډول تور لګولو پرته له هغوی د لارې جلا کولو پرېکړه وکړه.

که څه هم عامرخان او کرن راو د چا نوم نه و یاد کړی، خو د دوی د اعلامیې له خپرېدو سملاسي وروسته فلم لیکوال او ډایرکټر سبهاش کپور پر ټویټر پاڼه ولیکل، چې د عامرخان او کرن راو د پرېکړې هرکلی کوي.

د یادونې ده، چې له پلان سره سم د عامرخان پروډکشنز د راتلونکي فلم جوړولو چارې باید سبهاش کپور ته سپارل شوی وای. د دغه فلم کیسه د هندي موسیقۍ مشهور شخصیت ګلشن کومار پر ژوند راڅرخي.

په یوه ټویټر پیغام کې سبهاش کپور ویلي:

''دغه قضیه اوس محکمه کې ده او زه غواړم محکمه کې خپله بې ګناهي ثابته کړم، خو یوه پوښتنه به وکړم، چې په پټه د یوې داسې ښځې ویډيويي کلیپ ثبتول او پر خواله رسنیو یې خپرول، چې ژاړي، له ځورونې سره برابر نه دی؟

(یا فکر کوئ) چې دغه ښځه د یوه داسې سړي اړوند ده، چې د جنسي ځورونې تور پرې پورې شوی، ځکه داسې کول سم کار دی، که ځواب مو هو وي، نو زه فکر کوم دا خبره د سارايي محکمې له فکري اندازه لرې نه ده. ''

بل لور ته د جنسي ځورونې خلاف بالیوډ دغه کمپاین کې د ممثلې تنوشري دته په غوښتنه ځايي پولیسو د مشهور هندي ممثل نانا پاټېکر خلاف دوسیه ثبت کړې ده.

دوسیه کې د نانا تر څنګ د دریو نورو بالیوډ شخصیتونو نومونه هم شته، چې فلم پروډیو سر سمیع صدیقي، ډایرکټر راکېش سارنګ او ډانس ډایرکټر ګنېش اچاریا پکې شامل دي.

مېرمن دته ادعا کوي، چې ۲۰۰۸ کال کې د (هارن اوکې) نومي فلم یوې سندرې ځینې صحنې د هغې خوشې خلاف ثبت شوې دي. تنو شري مخکې ویلي و، فلم کې ځینې صحنې چې د دې خوښه نه وه، د نانا پاټېکر په غوښتنه شاملې شوې دي او دې هغه مهال هم احتجاج کړی و، چې په خبره یې غږ یې نه و اورېدل شوی، خو ښاغلي پاټېکر دغه تورونه رد کړي دي.