چین کې د عامرخان دنګل فېلم نندارې ته وړاندې کېږي

د هند او چین اړیکي په دې ورځو شپو کې ساړه دي، خو بیا هم د هندي سېنما وتلی ستوری عامر خان چين ته تللی.

عامر خان ځکه بيجينګ ته تللی چې د دغه ښار د فېلمونو نړيوال فیسټيوال کې د نوموړي (دنګل) فېلم ننداره کېږي.

عامر خان د بالیووډ له هغو څو ستوریو دی چې په چین کې مینوال لري.

څو کاله پخوا چې د عمر خان مشهور فېلم تهري ایډیټس یا درې کم عقلان خپور شو، نو په چین کې یې مینوالو ډېر خلک حیران کړي و.

له هغه فېلم وروسته عامر خان هم په چين کې خورا مشهور شو او هنرمن جیکي چین څو ځلې (درې کم عقلان) وستایه.

دنګل فېلم په چین کې خپرېږي او عامر خان به هم په دغه هېواد کې څو ورځې پاتېږي.

په وروستیو کې چین او هند په ګډه څو فېلمونه جوړ کړي دي.

تېر کال دواړو هېوادونو دا تړون هم لاسلیک کړ، چې د راج کپور د پنځوسمې لسیزې فېلم (اواره) بیا جوړ شي. دا فېلم په چین کې ډېر مینوال لري.