د سلمان خان اتل او د سلمان شریک څوک دی؟

عامر خان په 'دنګل' فېلم سره یو ځل بیا زباده کړه چې په رښتیا مسلکي مغز دی. دا فېلم په یوه اونۍ کې له ۲۰۰ کروړو ډېرو خلکو ولید.

د فېلمي صنعت نړۍ او بهر خلک د عامر ستاینې کوي. په دوی کې فېلم جوړوونکی رام ګوپال ورما هم دي، چې 'شغلې' فېلم ته له اور ور کولو (خپرولو) وروسته اوس د فېلمونو پر ځای په پرانیستې او خوله رسنیو کې ډېر بوخت دی او پر ډېرو مختلفو مسلو په خپل ارزښتناک نظر ور کولو سره خلکو ته د خپلې پوهې رسولو هڅه کوي.

اوس د 'دنګل' په ښه بري څوک خوله پټولی شي، رامو صیب د دنګل په ستایلو سره د عامر خان د پښو مچولو هیله کړې. دا هغه عامر دی چې رامو ور سره د کار نه کولو سوګند کړی و.

په هر حال ستاینه تر یو څه ځایه ټیک وه، خو رامو پر نورو خانانو د ټوکو جوړولو هڅه کړې. د نورو خانانو پته نشته، خو پر خواله رسنیو رام ګوپال ورما هرو مرو د ټوکو موضوع شوې ده.

د ګوندا او سلمان ملګرتيا

د خانانو له خبرې را یاده شوه چې سلمان خان په دې اونۍ کې خپله ۵۱ کلیزه لمانځلې او خپل ټول ملګري یې ور بللي وو. په فېلمي صنعت کې د سلمان د ملګرو کمی نشته، خو ځینې یې ځانګړي ملګري دي او ګوندا هم په دغه کتار کې راځي.

که څه هم داسې خبرې وې چې ګوندا له سلمان خان لږ خپه و، خو سلمان د هغه د راتلونکي فېلم 'اګیا هیرو' د ټرېلر ستایلو کې ویلي 'اګیا میرا هیرو میرا پارټنر' چې ور سره ۵۳ کلن ګوندا هم د خپل او سلمان په یو ګډ پخواني انځور خپرولو سره د هغه مننه کړې ده.

د ګوندا او سلمان 'پارټنر' فېلم د دوی یو خورا بریالی فېلم دی. پر ۱۹۸۶ کال په 'الزام' فېلم سره د کار له پیلولو راهیسې په فېلمي صنعت کې د ګوندا ۳۰ کاله وشول. اوس د دې فېلم لیکوال، پرودیوسر او هنرمن هرڅه ګوندا دی. وبه کتل شي چې دا په یواځې سر ننداره به څنګه وي.

د انوشکا او وراټ د کوزدې اوازې

دا اونۍ یو ځل بیا انوشکا شرما او وراټ کوهلي د رسنیو سرټکي وو او هرې خوا ته د دوی د کوزدې خبرونه لیدل کېدل، د لومړیو ورځو وروستي تازه خبرونه و.

خو د هند د ازمېښت لوبډلې کپتان کوهلي په ټوېټ کې وویل، چې هغه او انوشکا شرما خپلو کې کوزده شوي نه دي.

هغه په ټوېټ کې ولیکل: 'موږ کوزده نه کوو او که مو کوله دا خبره به پټه پاتې نه شي'.

هغه دا هم ولیکل: 'خبري چینلونه ګنګوسې خپروي او ټول حیرانوي، ځکه موږ دا حیراني لرې کوو'.

انوشکا شرما هم د کوهلي دواړه ټوېټونه ټوېټ کړل او دا خبره یې تایید کړه.

له دې مخکې هم د کوهلي او انوشکا اړوند پر خواله رسنیو سخت بحث شوی و.