تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عامرخان: کتاب مې له مړینې وروسته خپور کړئ
- Author, سوپریا سوګلې
- دنده, بي بي سي هندي
د ښځو ځواکمنتیا پر موضوع له 'دنګل ' فلم جوړولو وروسته اوس وتلي هندی فلمي لوبغاړي او لارښود عامر خان په یوې ورته موضوع د 'سکریټ سوپر سټار ' په نامه نوی فلم چمتو کړی دی.
د عامر خان ډېر فلمونه خورا بریالي وو. نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، که فلم په زړه پورې نه وي، یوازې د مشهورو فلمي ستوو شتون یې د بریا تضمین دی:
''د فلم ناکامي یا کامیابي د مشهورو فلمي ستورو له کبله نه وي، 'پي کي ' غوندې فلم زما له کبله نه دی کامیاب شوی، بلکې هغه ډېر ښه فلم و، ځکه خلکو هم خوښ کړ. فلمونه د مشهورو ممثلینو له کبله نه کامیابېږي، بلکې د غوره فلمونو له کبله ممثلین شهرت او کامیابي مومي. ''
د عامر خان مور غوښتل نوموړی کاروبار او سوداګرۍ ته توجه وکړي، ځکه دغه برخه کې د ناکامۍ احتمال لږ وي او له همدې کبله یې هغه ته خبرداری ورکړی و، چې فلمي ممثلین ایله اووه یا اته کاله د کامیابۍ اوج ساتلی شي.
عامر وايي د داسې یوه فلم په کیسې پسې ګرځي چې د شاه رخ خان او سلمان خان په ملګرتیا په کې تمثیل وکړي.
عامر خان د تمثیل تر څنګ ډېر مدني فعالیتونه هم کوي، خو وايي پرېکړه یې کړې چې هېڅکله به سیاست ته داخل نه شي، ځکه په وینا یې لا هم ډېر نور کارونه شته، چې د ټولنې لپاره یې باید وکړي.
عامر خان غواړي ژوند لیک هم ولیکي، خو وايي شرط په کې دا دی، چې وکیل سره به خبرې وکړي، چې په کتابي بڼه باید د ده له مړینې وروسته خپور شي:
''زه غواړم هغه مهال دا کتاب خپور شي، چې زه دې نړۍ کې نه یم. ''
عامر خان فکر کوي، خلکو ته یې د ژوند په هکله هر څه معلوم دي او ژوند لیک به یې د نورو لپاره ډېر په زړه پورې نه وي او ځکه غواړي چې دغه کتاب ۵۰ یا ۱۰۰ کاله وروسته خپور شي.
عامر خان وايي، ۳۰ کاله یې فلمي نړۍ کې تېر کړي، ډېر څه یې موندلي او څه نا څه یې بایللي هم دي، لکه دا چې وايي د کار پر مهال کورنۍ ته لومړیتوب نه ورکوي او خپل دغه خوی یې ځوروي هم.
نوموړی وايي، یو زوی او یوه لور لري، چې له زړه یې نه وځي.
'سیکریټ سوپر سټار ' کې به نوموړی د موسیقۍ استاد په بڼه څرګند شي. دغه فلم به د اکتوبر پر ۱۹ نندارې ته وړاندې کېږي.