تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې ښځې ولې د جنسي ځورېدنې حال نه وایي؟
نړۍ او بیا هند کې د مېرمنو له خوا خواله رسنیو کې د MeToo# یا جنسي ځورونې په هکله پر نارینوو تور لګول اوس پاکستان کې هم لیدل کېږي.
هند کې له څه مهال راهیسې په لسګونو ښځو خواله رسنیو کې پر سیاستوالو، رسنوالو، هنرمنانو او نورو دا ډول تورونه لګول.
پیل یې هم هغه وخت و چې د بالیووډ هنرمنې تنوشري دتا یوه مرکه کې پر نانا پاټیکر تور ولګاوه، چې لس کاله مخکې یې یوه فلم کې د ګډ کار پر مهال ځورولې ده.
له هغه وروسته ټوېټر کې یوې بلې مېرمنې پر یوه وتلي کمېډین تور ولګاوه چې جنسي یې ځورولې ده.
پاکستان کې جنسي ځورونه
اوس دا لړۍ تر پاکستان رسېدلې او ټوېټر کې د دغه هېواد ځینې مېرمنو پر څو وتلیو شخصیتونو ورته تورونه لګولي دي.
پاکستان کې د ښځو د جنسي ځورونې پېښې به نوې نه وي، خو پخوا ډېرو لږ ښځو په ډاګه حال ویلی.
په ۲۰۱۷ کال کې د سند ایالتي اسمبلۍ یوې غړې نصر سحر عباسي د اسمبلۍ پر یوه نارینه غړي تور ولګاوه چې د هغې د جنسي ځورونې هڅه یې کړې.
اوس هم ډېری دا ډول پېښې نه را برسېره کېږي، خو لږ تر لږه پر خواله رسنیو ځینو ښځو یو پیل کړی.
پوښتنه دا ده چې دا مسله د هند په څېر پاکستان کې هم دومره لویه ده او که داسې وي ولې پاکستانۍ مېرمنې تراوسه چوپ وې.
خبریاله صباحت ذکریه وايي، پاکستان کې کاروبار دومره کم دی او کاري چانسونه دومره محدود دي چې پر چا دا ډول تور لګول له اقتصادي پلوه د ځان تباه کولو سره سم دي.
د هغې په خبره، پاکستان کې دلته واک د ډېرو لږو خلکو په لاس کې دی او ټول له یو بل سره په یو نه یو ډول تړلي:
"په دغسې حالت کې که یوه ښځه د یو چا نوم اخلي او تور پر لګوي، هغه کس ته څه تاوان نه رسېږي، خو د همغې ښځې ژوند هرو مرو له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي".
همدردي که کرکه؟
هند او پاکستان نه بلکې ټوله نړۍ کې تر ډېره لیدل کېږي چې له دا ډول تور لګوونکو ښځو سره ټولنه کې د خواخوږۍ په ځای واټن او کرکه زیاتېږي او له تورونو سره مخ کېږي.
صباحت ذکریه وایې د داسې تورونو ثابتول ګران دي، که کومې مېرمنې د سکرین شاټ یا نورو په بڼه شواهد وړاندې کوي، پر هغو هم باور نه کېږي:
"خو بیا هم هیله منه یم، ځکه یو غورځنګ هم ژر نه بریالی کېږي، وخت به لګېږي، ښځې به د یوې بلې سره همکاري کوي او سړي به هم په دې تړاو غور کولو ته مجبورېږي".