تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جنسي ځورونې پر ضد د ښځینه فلمي ستورو مبارزه
د فلمي نړۍ له ۳۰۰ ډېرو مخورو ښځو په دفترونو، فلمي چاپېریال او نورو کار ځایونو کې د جنسي ځورونې پر ضد د مبارزې کمپاین پیل کړی دی.
دغو کسانو کې لیکوالې، ممثلینې او فلم جوړونکې شاملې دي. د کمپاین پیل په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې له یوه اعلان سره شوی. دغه اعلان د ورځپاڼې پر یوه بشپړ مخ خپور شوی دی. د 'وخت راورسېد ' په نامه دغه نوښت ته 'د خیالي نړۍ د ښځو له لوري د هر ځای د ښځو لپاره بدلون ' نوم ورکړل شوی دی.
دغه ګام د هالیووډ مشهور فلم جوړونکي هاروې وینسټون خلاف د ګڼ شمېر ښځو له هغو ادعاوو وروسته پورته کېږي، چې ادعا کوي ځورولې یې دي.
د فلمي نړۍ سلګونو ښځو د کمپاین ملاتړ اعلان کړی دی او له ۱۵ میلیونه ډالره ټاکل شوي هدف نه یې تر اوسه ۱۲ میلیونه ډالره بسپنه ټوله کړې ده.
دغه پېسې به له هغو ښځو او نارینه وو سره د قانوني مرستو لپاره کاروول کېږي، چې په کارځایونو کې په جنسي توګه ځورول کېږي.
د کمپاین فعالانې وايي، هیله منې دي، چې دې پېسو سره به مثلاً بزګرو، د هوټلونو او ریستورانونو چوپړ کوونکو او د کارخانو هغو ځورول شویو کارګرو ښځو سره مرسته وشي، چې نه شي کولای محکمو کې له ځانه دفاع وکړي.
کمپاین کوونکي دغه راز مهمو مقامونو کې د ښځو ګومارنې پر موضوع خبرې هم غواړي.
دسمبر میاشت کې ټایم مجلې د 'چوپتیا ماتوونکو ' تر سر لیک لاندې د هغو ښځو پر موضوع مطالب خپاره کړل، چې د جنسي ځورونې خلاف یې غږ پورته کړی دی.
دغه راز تېر کال د 'زه هم ' له هشټګ سره د نړۍ له لره او بره هغو نارینه وو او ښځو خپل حال له نورو سره شریک کړ، چې جنسي ځورونو سره مخامخ شوي دي. ۲۰۱۷ کال کې دغه هشټګ پر ټویټر او فېسبوک له شپږ میلیونه ځله هم ډېر کاروول شوی و.