تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هره ورځ په ډیلي کې پر ۳ نجونو او ۶ ښځو جنسي تېری کېږي
په هند کې د ښځو د حقونو یوې مدافع وکیلې سواتي مالېوال له لومړي وزیر نرېندرا موډي غوښتي چې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښو د مخنيوي لپاره دې تېريګر د خپل جرم د شپږو میاشتو په موده کې د ننه اعدام شي.
اغلې مالېوال دا غوښتنه د ۲۳ کلنې زدکړیالې جیوتي سېنګ د مرګ له پنځمې کليزې سره هممهاله کړې چې له ډله ييز جنسي تېري وروسته ووژل شوه او پراخ غبرګونونه يې وپارول.
نوموړې له لومړي وزیر نه دا غوښتنه په یوه لیک کې کړې ده.
د ډیلي د ښځو د حقونو د کمېسیون مشرې اغلې مالېوال بي بي سي ته وویل: "په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ نه دي بدل شوي، ډیلی لاهم د جنسي تېري پلازمېنه ده. تېره میاشت، د جنسي تېري مجرمې او وحشي ډلې پر یوېنیم کلنې نجلۍ جسني تېری کړی و، پر یوې بلې اوه کلنې نجلۍ یې هم تېری کړی و".
دا وايي، په منځني ډول، هره ورځ په ډیلي کې پر درو نجونو او شپږو ښځو جنسي تېری کېږي.
هند د جنسي تېري د مخنیوي لپاره قوانین سخت کړي.