تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برونای کې د سنګسار او لاس پرېکولو شرعي قانون
د سوېل ختیځې اسیا بروناي کې نوی اسلامي قانون پیل شو چې له مخې یې همجنس خوښي خپلو کې د "ناروا" اړیکې له امله سنګسارېږي او که څوک غلا کوي نو لاس به یې غوڅېږي.
دا قانون نن چارشنبه پیلېږي خو په نړیواله کچه له جدي غبرګون سره مخ شوی او بروناي کې همجنس خوښي د وېرې ښکار دي.
یوه همجنس خوښي له نومپرته بي بي سي ته وویل: ته چې یو سهار پاڅې، درته مالومه شي، چې کورنۍ، ګاونډیان او چم ګاونډ درته د انسان په سترګه نه ګوري، له سنګسار سره یې څه توپیر نشته.
د نوي قانون له مخې همجنس خوښی هغه مهال سنګسارېږي چې خپله ګنا ومني یا یې څلور شاهدان په دغه عمل وویني.
له دې مخکې هم بروناي کې همجنس خوښي بې قانونه وه او لس کاله بند یې درلود.
بروناي اول ځل پر ۲۱۴ کال اسلامي قانون پیل کړ او له هغه وروسته شرعي او عام قانون دواړه پلي کېدل.
د ریاست د هغه وخت مشر ویل، چې په هېواد کې یې دا بدلون راتلونکو څو کلونو کې بشپړېږي.
د شرعي قانون د پلي کولو لومړي پړاو کې پر ۲۰۱۴ کال داسې قانون پیل شو چې سزا یې بند او جرمانه وه.
وروسته دوو پړاوونو کې نور شرعي قانون پیلول وځنډېدل، چې لاس پرېکول او سنګسار پکې راتلو.
خو د تېرې شنبې په ورځ د بروني حکومت خپله وېبپاڼه کې وویل، چې دا قانون سر له چارشنبې پیلېږي.
د بروناي لپاره د بښنې نړیوالې ادارې استازی ریچل هارورډ وايي، چې پنځه کاله مخکې هم دا قانون له غندلو سره مخ شو:
"د بروناي دا قانون داسې مسوده ده چې څو برخو کې یې د انساني حقونو خلاف ورزي کېږي".
ملګرو ملتونو هم دا قانون ظالمانه او ناانساني بللی او ویلي یې دي چې د انساني حقونو د خوندیتوب لپاره لوی ټکان دی.
نوي قانون کې جرمونه
دې قانون کې جنسي تېری، لواطت او اسلام ته سپکاوی د مرګ سزا لري.
د حمل سقطولو له امله د خلکو مخکې په دورو وهل دي او د غلا له امله لاس پرې کېږي.
که نابالغ مسلمان بچی کوم بل مذهب ته هڅول کېږي، هغه هم جرم دی.
دا قوانین تر ډېره مسلمانو وګړو ته دي، خو ځینې برخې یې پر نامسلمانو هم پلې کېږي.
د خلکو غبرګون
کاناډا کې پنا غوښتونکی ۴۰ کلن همجنس خوښی وايي، د نوي قانون اغېز په دغه هېواد کې شته او خلک وېرېږي:
"همجنس خوښې وېرېږي، که ځان پولیسو ته ور وپېژني، نو وبه نیول شي، تراوسه داسې نه دي شوي، خو خلک ډارېږي".
د بروناي بل وګړی چې اسلام یې پریښي وايي، دې قانون پلي کېدو وېرولی:
"خو عام ولس د دا ډول قانون په مخنیوي کې هم بې وسه دی".
د نوموړي په خبره، د اسلام پرېښودو له امله دوی د مرګ سزا سره مخ کېدی شو.
خو یو همجنس خوښی هیله من دی چې دا قانون به په لویه کچه پلی نه شي:
"زه ډېر نه وېرېږم، ځکه حکومت دلته ډېرې سختې سزاوې اعلان کړي، خو بیا هم هغه کارونه کېږي چې کول یې سزا بلل کېږي".
بروناي چرته پروت دی؟
بورنیو ټاپو کې له معدني زېرمو ډک دا کوچنی هېواد د پاچا حسن البلقیه په واک کې دی.
۷۲ کلن سلطان حسن د بروني پانګونې ادارې مشر هم دی.
د نوموړي دا اداره د لندن د ډورچیسټر او د لاس انجلس د بیورلي هېل په ګډون نړۍ کې د مشهورو هوټلونو مالکه ده.
روانه اونۍ د جارج کلونو په ګډون د هالیووډ څو لوبغاړو د نویو قوانیو په غبرګون کې له دې هوټلونو سره د شلون غوښتنه وکړه.
بروناي څلور لکه شل زره وګړي لري، چې نږدې دوه نیمې برخې یې مسلمانان دي.
بروناي کې د مرګ سزا شته، خو له ۱۹۵۷ کال راهیسې دا سزا چا ته نه ده ور کړل شوې.