پاکستاني الاصله سندرغاړي زین ملک ولې "اسلام پرېښود"؟

پاکستاني الاصله برتانوي سندرغاړي زین ملک په ډاګه کړې ده چې نور دی"مسلمان" نه شي بلل کېدای.

۲۵ کلن ملک فوګ مجلې ته ویلي: "نور ځان مسلمان نه بولم، زه د خدای په وجود معنوي اعتقاد لرم، خو په دوزخ ایمان نه لرم."

د دین په اړه د زین ملک دا اعلان وروسته تر هغه خپور شوی،‌ چې رپوټونه وايي، نوموړی فلسطین الاصله امریکایۍ ماډلې او ملګرې جیجي حدید ته بېرته ستون شوی او هغې د دواړو ځینې انځورونه پر انسټاګرام خپاره کړي دي.

ملک او حدید دواړو په تېره مارچ میاشت کې د جلا کېدو اعلان وکړ.

زین ملک څوک دی؟‌

زین ملک د ۱۹۹۳ کال د جنورۍ پر ۱۲مه د انګلستان په لوېدیځ یورکشایر کې د پاکستاني پلار یاسر جواد او ایرلنډي الاصله مور تریشا ملک په کاله کې زیږېدلی، درې خویندې لري: دنیا،‌ الیها او صفاء.

تر وروستیو پورې یې مور تریشا یوه لومړني ښوونځي پخلنځي کې اشپزه وه او مسلمانو ماشومانو ته یې خواړه پخول.

تریشا ملک وايي: "زین راته وویل نور نو کار کولو ته اړه نه یم او دی به بنک کې زما تنخا سپموي".

دا زیاتوي: "هېڅ وخت موږ دومره پیسې نه لرلې چې کور پرې واخلو،‌ تل به مو کور کرایه کاوه ان تر دې چې زین کور راته واخیست."

د تریشا په وینا،‌ لاهم بازار کې تخفیف لټوي، خو وايي نه غواړي لوڼې یې د زوی په شان هنرمند شي.

پیلامه

زین ملک د سندرو ویل د استعداد ازمویلو "ده ایکس فکټور" پروګرام کې پیل کړل خو بیا ترې لرې شو.

بیا له "ون ډایرېکشن" سندرډلې سره یوځای شو خو د ۲۰۱۵ مارچ پر ۲۵مه له هغه ځایه هم ووت. وروسته یې د ۲۰۱۶ جنورۍ کې د "بالښت خبرې" په نامه سندره خپره کړه.

بیا یې د ۲۰۱۷ کال لومړیو کې له ټایلور سویفټ‌ سره د "تر تله ژوند نه غواړم" په نامه سندره خپره کړه.

ویل کېږي زین ملک پر دېوال له رسم سره ډېره مینه لري، ټټو وهل یې خوښېږي،‌ خو له اوبو وېرېږي، همدا ده چې لامبو ته زړه نه ښه کوي.

د اسلام د پرېښودو په اړه مالک وايي: "فکر نه کوم چې اوس دې ورته اړ یم؛ ځکه چې په یوه مشخصه طریقه د حلال شوي حیوان خوښې خوړو ته اړتیا نه شته،‌ پر دې هم باور نه لرم چې باید په یوه مشخصه ژبه هره ورځ‌ پنځه وخته لمونځ وکړم".

دی زیاتوي، مور او پلار یې د ده د اسلام له پرېښودو سره مخالفت نه دی کړی او د اسلام له زدکولو وروسته یې ده ته د خپل ځان د ازادۍ پوره اختیار ورکړی.