تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پخوانۍ سندرغاړې او کشیشه ولې مسلمانه شوه؟
ایرلنډۍ سندرغاړې سینیډ اوکونور، چې په ۱۹۹۹ کال 'سپېڅلې کشیشه' ټاکل شوې وه، خپل نوم شهدا دویټ ته اړولی او مسلمانه شوې ده.
دغه مخکېنۍ کشیشه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د سندرو له کبله ډېره مشهوره شوې وه، وايي تر مسلمانېدو وروسته یې خپل نوم بدل کړی دی.
هغې پر ټویټر له مسلمانو ملاتړو ملګرو مننه کړې ده.
دا وايي، دا پرېکړه یې د "الهیاتو په اړه د علمي سفر د طبیعي پایلې" په ترڅ کې کړې ده او یوه وېډیو یې خپره کړې ده چې اذان پکې کوي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ، ایرلنډي امان شیخ ډاکټر عمر القادري ددغې پخوانۍ سندرغاړې یوه وېډیو خپره کړې چې د ایمان په اړه اسلامي اعلامیه پکې اعلانوي.
دا لومړی ځل نه دی چې اوکونور خپل نوم بدلوي، تېر کال یې هم خپل نوم مجده ډیویټ ته اړولی و او په جار یې د دین په اړه خبرې کړې وې.
په ۱۹۹۲ کال پر یوه امریکايي تلوېزیون د پاپ تر یوه ژوندي انځور خپرېدا وروسته نوموړې لانجمنه څېره شوه.
اوه کاله وروسته، هغه د لارډس یوه کلیسا کې کشیشه وټاکل شوه.
کاتولیکې کلیسا چې ښځو ته د کشیشې کېدو اجازه نه ورکوله، دغه مراسم او اوکونور د کشیشې ټاکلو پرېکړه په رسمیت نه پېژندله.