پخوانۍ سندرغاړې او کشیشه ولې مسلمانه شوه؟

دغه پخوانۍ سندرغاړې وايي، "ویاړي چې مسلمانه شوې ده."

د عکس سرچینه، Twitter/@MagdaDavitt77

د عکس تشریح، دغه پخوانۍ سندرغاړې وايي، "ویاړي چې مسلمانه شوې ده."

ایرلنډۍ سندرغاړې سینیډ اوکونور، چې په ۱۹۹۹ کال 'سپېڅلې کشیشه' ټاکل شوې وه، خپل نوم شهدا دویټ ته اړولی او مسلمانه شوې ده.

دغه مخکېنۍ کشیشه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د سندرو له کبله ډېره مشهوره شوې وه، وايي تر مسلمانېدو وروسته یې خپل نوم بدل کړی دی.

هغې پر ټویټر له مسلمانو ملاتړو ملګرو مننه کړې ده.

دا وايي، دا پرېکړه یې د "الهیاتو په اړه د علمي سفر د طبیعي پایلې" په ترڅ کې کړې ده او یوه وېډیو یې خپره کړې ده چې اذان پکې کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د تېرې پنجشنبې په ورځ، ایرلنډي امان شیخ ډاکټر عمر القادري ددغې پخوانۍ سندرغاړې یوه وېډیو خپره کړې چې د ایمان په اړه اسلامي اعلامیه پکې اعلانوي.

دا لومړی ځل نه دی چې اوکونور خپل نوم بدلوي، تېر کال یې هم خپل نوم مجده ډیویټ ته اړولی و او په جار یې د دین په اړه خبرې کړې وې.

په ۱۹۹۲ کال پر یوه امریکايي تلوېزیون د پاپ تر یوه ژوندي انځور خپرېدا وروسته نوموړې لانجمنه څېره شوه.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

سینیډ اوکونور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سینیډ اوکونور مخکې سندرې ویلې

اوه کاله وروسته، هغه د لارډس یوه کلیسا کې کشیشه وټاکل شوه.

کاتولیکې کلیسا چې ښځو ته د کشیشې کېدو اجازه نه ورکوله، دغه مراسم او اوکونور د کشیشې ټاکلو پرېکړه په رسمیت نه پېژندله.

دغه سندرغاړې به ۱۹۹۹ کال کشیشه وټاکل شوه

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، دغه سندرغاړې به ۱۹۹۹ کال کشیشه وټاکل شوه