تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې پر ماشومې جنسي تېری: له غوسې ډک لاریونونه
د هند د مدهیه پردېش ایالت کې پر یوې اووه کلنې نجلۍ وحشتناک جنسي تېري په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. دې پېښې خلک غوسه کړي او لاریونونه یې کړي دي.
ایالتي مرکز کې سلګونه کسان سړکونو ته د احتجاج په توګه راوتلي وو او پر نجلۍ تېري کوونکو ته یې د سزا غوښتنه کوله.
نجلۍ او س هم په روغتون کې ده او ویل کېږي سخته ټپې ده. پولیس وایي، نجلۍ د سې شنبې پر ورځ له ښوونځي بهر تښتول شوې وه.
د اعلی وزیر په ګډون خلک تېري کوونکي ته د مرګ سزا غوښتتنه کوي.
اعلی وزیر شیوراج سینګ چوهان خبریالانو ته وویل:
''داسې ځناور د ځمکې پر سر یو پيټی دی او د ژوند حق نه لري. ''
د دولتي حقوق پوهانو ټولنې هم په محکمه کې د تورنو کسانو له استازیتوبه ډډه کړې ده.
ډاکتران وایي، نجلۍ چې د چارشنبې پر سهار وین لړلې او بې هوښه موندل شوې روغتیایي حالت یې خطرناک نه دی، خو د ټپونو رغېدل به یې وخت ونیسي.
پولیس وایي، تورن کسان یې تر هغه وروسته نیولي چې ویدیویي کمرو دوه کسان ښودلی دي. په انځورونو کې ښکاري چې یو یې نجلۍ ته خواږه ورکوي او ور سره روان دی.