تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د ایران پر فضايي ادارې بندیز لګولی
د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر فضايي ادارې بندیز لګولی او دا اداره یې تورنه کړې چې د ملکي پروګرام په نامه د بالیستیک توغندي جوړوي او مصنوعي سپوږمکۍ ته لار پرانیزي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ایران پر فضايي ادارې او په ایران کې د څېړنو پر دوو نورو بنسټونو تور لګولی چې د بالیستیک توغندیو د پراختیا لپاره یې خپل فعالیتونه پراخه کړي دي.
امریکا وړاندې هم د ایران د بالیستیک توغندیو د پراختیا په اړه خبرداری ورکړی و.
تهران د امریکا دا تورونه روي او وايي چې فضايي پروګرام یې بشپړ ملکي دی او د هېڅ وسلې د پراختیا نیت نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ د مصنوعي سپوږمکۍ په مټ ځینې اخیستل شوي انځورونه خپاره کړل چې څنګه ایران د مصنوعي سپوږمکۍ په توغولو کې پاتې راغی.
وړاندې د ایران تلوېزیون ویلي وو، د مصنوعي سپوږمکۍ توغولو ماموریت پاتې راغی. د ایران یوه حکومتي ویاند علي ربیعي د دوشنبې په ورځ ویلي وو، د هېواد په شمال کې د مصنوعي سپوږمکۍ توغولو ځای کې چاودنه وشوه چې د دې تېروتنې پړه یې پر تخنیکي ستونزو واچوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "امریکا به ایران ته اجازه ورنه کړي چې د بالیستیک توغندیو پروګرام لپاره له فضايي پروګرامه ګټه واخلي."
دی وايي، د اګسټ پر ۲۹مه د ایران له خوا د مصنوعي سپوږمۍ سپوږمکۍ توغولو هڅه د "ګواښ خطر" په ډاګه کوي.
د نویو بندیزونو پربنسټ، په امریکا کې ټولو وګړو او اوسېدونکو ته سپارښتنه کېږي چې د ایران له فضايي پروګرام سره هېڅ ډول معامله ونه کړي.