د ایران غبرګون: پر ظریف بندیزونه د امریکا د تناقض اوج دی

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا پر جواد ظریف د بندیزونو لګولو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ټویټر دا د امریکايي چارواکو "د کم عقلۍ او تناقض اوج" بللی دی.

عباس موسوي امریکايي چارواکي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له 'هنر او منطق خبرې' ډکو خبرو "سخته وېره" لري.

امریکا د چارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د بندیزونو په نوملړ کې راوستی دی، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دا بندیزونه به نیویارک ته د هغه د سفر پر توان څه اغېز وکړي.

پر ښاغلي ظریف د بندیزونو لګولو خبر د امریکا د مالیې وزارت د شتمنیو د کنټرول د دفتر پر وېبپاڼه خپور شوی دی.

په دې بیانیه کې راغلي چې پر ښاغلي ظریف بندیزونه ولګول شول "ځکه چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول هغه د ایران د مشر لپاره کار کوي او یا د هغه په استازولۍ کار کوي".

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیانیې پربنسټ، د تېرې جولای میاشتې پر ۲۴مه د ۱۳۸۷۶ شمېره اجرایوي فرمان په صادرېدو د ایران پر مشر او د هغه پر دفتر هم بندیزونه ولګول شول چې ورسره د هغه پر اړوندو کسانو او دفترونو هم بندیزونه لګول شوي.

پر ښاغلي ظریف بندیزونه لګول هم د هماغه فرمان پربنسټ لګول شوي.

ښاغلي ظریف پر ټویټر په انګلیسي ژبه دې خبر ته په غبرګون کې لیکلي "د امریکا له خوا د بندیزونو نوملړ کې زما راوستل له دې کبله دي چې زه له نړۍ سره خبرو کې د ایران اصلي ویاند یم".

دی وايي: "ایا حقیقت دومره دردوونکی دی؟‌ دا پرما یا زما پر کورنۍ اغېز نه لري، ځکه چې له ایرانه بهر شتمنۍ یا ګټۍ نه لرم. مننه چې ما خپل کار ته دومره لوی ګواښ ګڼئ".

'ظریف د تبلیغاتو وزیر دی'

واشنګټن کې د بي بي سي د خبریال ګري اوداناهیو د رپوټ له مخې، د ټرمپ جګپوړو چارواکو خبریالانو ته ویلي، ښاغلی ظریف د بهرنیو چارو وزیر نه دی،‌ بلکې د ایران د تبلیغاتو وزیر دی چې ظاهراً یو معقول ویاند دی".

ظاهراً د ښاغلي ظریف پر شتمنیو او کړنو بندیز لګول شوی، خو سم لاسي معلومه نه ده چې ایا امریکا کې د ملګرو ملتونو ناستو کې د ګډون لپاره به د هغه سفر هم په دې بندیزونو کې شامل شي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د ملګرو ملتونو چارو کې د ګډون لپاره نیویارک ته د ښاغل‍ي ظریف سفر ارزول کېدای شي، ځکه چې امریکا په دې باب له ملګرو ملتونو سره ژمنتیا لري.

د امریکا د مالیې وزیر سټیو منوچین ویلي "جواد ظریف د ایران د مشر د امر عملي کوونکی او په نړۍ کې د دغه رژیم اصلي ویاند دی. امریکا د ایران رژیم ته دا ښکاره پیغام استول غواړي چې وروستۍ کړنې یې هېڅ د منلو وړ نه دي."

دی وايي، جواد ظریف د بهرنیو چارو وزارت مدیریت پرغاړه لري چې د ایران د قدس ځواکونو - چې د ایران تر ټولو شریر بنسټ دی -همغږي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یوه ټویټ کې لیکلي: "ولسمشر ټرمپ وروستیو کې د ایران پر مشر چې جیبونه یې د خلکو له پیسو ډک کړي بندیزونه ولګول. نن امریکا د هغه پر جګپوړي توجیه کوونکي جواد ظریف بندیزونه ولګول. دی هم د خامنه ای د جرمونو او کړنو شریک دی."

ښاغلي ظریف د تېرې جولای میاشتې پر ۱۴مه نیویارک ته سفر وکړ. رویټرز هغه وخت ویلي وو چې د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون لپاره د ظریف د وېزې موافقه مایک پمپیو ورکړې وه.