تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایرانی ولسمشر د امریکا نوي بندیزونه 'بې ګټې' بولي
ایراني ولسمشر حسن روحاني د امریکا له لوري نویو بندیزونو ته له غوسې ډک غبرګون څرګند کړی او وايي، له دې معلومېږي دوی د خبرو غوښتنې په تړاو دروغ وايي.
ولسمشر روحاني وايي، د ایران پر مذهبي مشر نوي بندیزونه چې د دوشنبې پر ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړل، 'بې ګټې ' دي. نوموړي زیاته کړه، نوي اقدامات ثابتوي چې سپینه ماڼۍ 'ذهناً وروسته پاتې ده. '
له دې مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي و، د ایران 'یرغلیزې رویې ' ته غبرګون ښيي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر رهبر ایت الله خامنه ای او د هغه پر دفتر او د اسلامي انقلاب پر ساتونکو نوي بندیزونه لګولي. په نویو بندیزونو کې د 'سپاه' ځمکنیو ځواکونو، سمندري او هوايي ځواکونو مشران هم شامل دي.
ټرمپ دا بندیزونه په فارس خلیج کې د ایران له خوا د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې تر ویشتلو وروسته د غبرګون په توګه لګولي دي.
امرکیا وايي د ایران پر مشر یې ځکه بندیز لګولی چې په وینا یې "په پای کې دی د رژیم د دښمنانه عمل مسؤول دی".
د امریکا د مالیې وزیر سټیو منوچین ویلي، د ټرمپ دا نوی اجرایوي فرمان - چې د ایران "میلیاردونه" ډالر شتمني به پکې وتړل شي - د څارګرې الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې صادر شوی.
امریکا وايي، ایت الله خامنه ای ډېره زیاته شتمني لري چې له همدې شتمنۍ نه د اسلامي انقلاب ساتونکو مالي سرچینې چمتو کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ۲۰۱۸ کال کې ویلی و،، د ایران د مشر شخصي شتمني ښايي ۹۵ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د امریکا په نویو بندیزونو کې د ایران د سپاه سمندري ځواکونو د قومندان علیرضا تنګسیري، د سپاه د ځمکنیو ځواکونو د قومندان محمد پاکپور او د دغو ساتونکو د هوايي ځواکونو د مشر امیر علي حاجي زاده نومونه هم راغلي دي.
"امریکا جګړې ته تږې ده"
د ایران له خوا د دغو بندیزونو په لومړي غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ویلي "د ایران پرضد د نویو بندیزونو لګولو په تړاو د امریکا نننۍ پرېکړه ددې ښکارندويي کوي چې امریکا نړیوالو قوانینو او د نړیوالې ټولنې اکثریت لیدلوري ته درناوی نه لري".
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي امریکایان "د دیپلوماسۍ سپکاوی" کوي.
پر ایران د نویو بندیزونو تر لګېدو وروسته ښاغلي ظریف په یوه ټویټ کې امریکا تورنه کړې ده چې ګني "جګړې ته تږې" ده.
په نویو بندیزونو کې د ایران د رهبر سربېره د هغه دفتر هم شامل دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس پر ایت الله خامنه ای د نویو بندیزنو لګولو هرکلی کړی.
ځینې دغه بندیزونه د امریکا د څارګرې الوتکې تر ویشتلو مخکې پلان شوي وو. په وروستیو اونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شول.